د ښکلا په باره کې څو پوښتنې!

اسدالله غضنفر

ښکلا چېرته ده؟

ښکلا په طبیعت، د انسان په بدن او په هنر کې ده.

هنر د انسان د فرهنګ یو مهم جز دی. پوهانو د انسان فرهنګ د علم ، فلسفې او هنر په درې اصلي څانګو وېشلی دی. علم تر ډېره حده په تجربه او مشاهده ولاړ دی، فلسفه تر ډېره په دلیل او استدلال ولاړه ده او هنر د بنیادم د احساس او عاطفې له نړۍ سره ژور تعلق لري.

مونږ که له واورو پوښلي غره باندې د لمر د لوېدو منظرې ته ګورو، خوند ورنه اخلو او وایو چې ښکلې منظره ده. اوس که همدا منظره انځور کړو او خپل هغه احساس او فکر چې د دې منظرې په اړه راپیدا شوی ، په دغه انځور کې واغږو نو وایو چې هنري اثر مو ایجاد کړی دی.

ایا ویلای شو چې له هر شي خوند واخلو هغه ښکلی دی؟

په هر ښکلي شي کې خوند وي خو هر خوندور شی خامخا ښکلی نه دی. یوه اروپایي په خپلو خاطرو کې لیکلي وو چې یو وخت په یوه غرنۍ سیمه کې ډېر وګرځېدم، یې حده تږی شوم، ګرمي مې هم شوې وه. دغه وخت د یوه شپانه په جونګړه پېښ شوم. د شپانه د جونګړې په منځ کې د سړو اوبو یوه چینه وه. شپون د هغې په منځ کې له شیدو ډک منګی ایښی و. هغه یې ماته راکړ. د دغو شیدو له هر غوړپ سره مې داسې احساس کاوه لکه هلته د ولاړو غرونو ټوله ښکلا، د هغه ځای د ټولو ګلونو خوشبويي او د هغې غرنۍ سیمې ټوله موسیقي مې له ستوني تېرېږي.

په دې مثال کې وینو چې د شیدو خوند او د ښکلا احساس یو بل ته ډېر سره ورته شوي دي خو یو شان یې ځکه نه بولو چې له دغو شیدو یوازې ذکر شوي کس چې بې حده تږی او ستومانه و، شاعرانه خوند واخیست، حال دا چې یو شی که مونږ ته ښکلی ښکاره شي، زمونږ غوښتنه دا ده چې نورو ته هم باید ښکلی وایسي. ګلونه چې ښکلي دي کابو هر انسان ورڅخه په هر ځای کې او هره زمانه کې خوند اخلي.

نو ایا داسې څه شته چې همېشه ورته ښکلي وایو؟

که څه هم هیچا هیڅوخت نه دي ویلي چې ګلونه بدرنګې دي مګر ځینو کسانو ته ګلونه ډېر ښکلي ښکاري او ځینې داسې کسان هم شته چې ګلاب ګل یې د خپلې ښکلا په خاطر نه بلکې د عرق ګلاب په خاطر خوښېږي. د ښو لنډیو په خوند کې اکثره پښتانه شریک دي ولې داسې کسان هم کم نه دي چې د بهترینې لنډۍ او یوې عادي خبرې فرق ورباندې نشته.

ښکلا نسبي ده. زموږ کلیوال د خال په تعریف نه مړېږي ، حال دا چې په پرمختللیو ټولنو کې د مخ د خالونو ستایونکي نشته، یا ډېر کم دي. دغه راز که یو څوک معلومات ولري، تاریخ یې لوستی وي او د هنر او ښکلا له باریکیو خبر وي هغه ته به مثلا د افغانستان د بودایي عصر مجسمې یو ډول ښکاري خو بې معلوماتو او ناخبره کس ته به بل ډول. هغه څوک چې معلومات لري، د دغو بوتانو په څېره کې د خپل وطن زوړ تاریخ او پخوانۍ زمانې احساسوي خو بې معلوماتو سړي ته هسې بې فایدې کاڼې ښکاري چې که څه خوند پکې دی نو په ماتولو کې یې دی.

چنګېزیان چې د ګوبي په وچه صحرا کې پیدا شوي او لوی شوي وو او سترګې یې د ښکلو ودانیو، انځورونو او د اوچت هنر له نورو ډولونو سره اشنا نه وې، نو چې کله یې د منځنۍ اسیا، افغانستان ، ایران ا وعراق ښارونه ونیول، په ښکلو ودانیو او هنري آثارو یې رحم ونه کړ، ځکه د دوی ذوق نه و پالل شوی او د هنري پوهې سویه یې ډېره ابتدایي وه، خو د همدغو چنګېزیانو لمسي او کړوسي چې ودان شول ا و وروزل شول، پخپل وخت کې یې ډېرې ښکلې ودانۍ جوړې کړې او د هنر او ښکلا ډېر قدر یې وکاوه.

ښکلا په سترګو کې ده که په ښکلیو کې ؟

ځینې کسان وایي چې د ښکلا ذوق د انسان په نفس کې وي خو نور وایي چې ښکلا په بهر کې ده.

افلاطون د لومړۍ ډلې سرخېل دی او ارسطو د دویمې. د افلاطون په اند انسانان مخکې تر دې چې دې دنیا ته راشي له کاملې ښکلا سره وصل وو خو کله چې د دوی روحونه د تن په قفس کې اسیر شي او دې دنیا ته راشي نو هر ځل چې د تېر وخت د کاملې ښکلا یو څرک په کوم شي کې وویني، نو لکه چا ته چې یو تېر شوی خوب وریاد شي، دوی ته هم هاغه بشپړه ښکلا چې د روحونو په دنیا کې یې لیدلې وه، لږ لږ وریاده غوندې شي او خوند ترې واخلي.

د افلاطون همدغه نظر مسلمانو صوفي شاعرانو په یوه بله بڼه منلی دی. د بلخ د مولانا جلال الدین محمد دا خبره چې :

دا له نیه روایت دی

له بېلتونه شکایت دی

په حقیقت کې د افلاطون د خبرې تکرار دی، یعنې مولانا وایي چې مونږ یو وخت وصل وو، بیا رابېل شو او په همدې وجه بېلتون احساسوو او ژړېږو.

د ښکلا د دې نظریې پلویان مثالونه ورکوي. دوی وایي چې لیلا توره وه خو مجنون ورباندې میین و. که ښکلا د لیلا په مخ کې وای نو له مجنونه پرته بل څوک ولې ورباندې نه میین کېدل؟

د دې نظریې مخالفان وایي چې ښکلا په بهر کې ده. د دوی په اند انسان ښکلا ګوري او ښکلا اوري او خوند ورنه اخلي. دوی وایي انسان هم چې کومه ښکلا پنځوي او هنر یې بولو، د خپل چاپېریال له ښکلا سرچینه اخلي.

ټین یو له هغو عالمانو څخه دی چې د ښکلا همدا وروستۍ نظریه مني. دی د معماري او نباتاتو په ارتباط ټینګار کوي، وایی: د یونان معماري سرپرېکړې ونې رایادوي او ګوتیکه معماري چې د تېرو زمانو په لویو کلیسا ګانو کې یې ډېر مثالونه لیدلای شو، ونه سره له څانګو رایادوي. د هغه په نظرد جنوبي هند معبدونو د هند د جنوب له ګورو ونو او غنو الهام اخیستی دی او اسلامي معماري د کجورو له ونې او د هغې د پاڼو له ګېډۍ متاثره ده.

د ښکلا د سرچینې په باره کې یوه بله ډله وایي چې د ښکلا منبع هم د انسان په خپل ذوق او احساساتو کې ده او هم په چاپیریال او له بنیادمه بهر دنیا کې. دوی وایي هنر هم له چاپېریاله، له طبیعته او له ټولنې الهام اخلي او هم د بنیادم خپل داخلي احساسات او حالات ورسره ملګري وي او د یوه هنري اثر له ایجاده منظور دا وي چې طبیعت کامل او لا ښکلی شي. که سل کسه انځورګران وغواړي چې د یوه کلي د یوه ځنګل منظره وباسي، نو که دوی واقعي هنرمندان وي، سل ډوله به یې رسم کړي، ځکه هر یوبه د خپلو خاطرو، تجربو، معلوماتو، احساساتو او عواطفو په بنیاد، د ځنګل په منظره کې یو خاص حالت پیدا کړي. یو انځورګر که ماشومتوب په کلي کې تېر کړی وي، هغه ممکن د کلي د منظرې د ایستلو په وخت خپل یادونه په منظره کې شامل کړي او که یو چا د لومړي ځل لپاره کلی لیدلی وي او اوس یې رسم باسي، هغه به شاید د تعجب او حیرانتیا هغه حالت چې د یوې منظرې د لومړي ځل لیدو په وخت پیدا کېږي، په خپل انځور کې وباسي.

ولې یو شی ښکلی ګڼو او بل نه ګڼو؟

د ارسطو په نظر ښکلا له تناسبه زېږي. ګډوډ اوازونه ښکلي نه وي خو که یو نظم پکې پیدا شي نو د موسیقي ښکلا پکې پیدا کېږي. دغه راز که د یو چا ملا ډېره لنډه وي ا وپښې یې ډېرې اوږدې، ښکلی به نه ښکاري خو که د هغه د ملا او پښو د اوږدوالي تر منځ یو تناسب وي، دا تناسب به د ښکلا سبب شي.

تناسب د ښکلا یو لوی اصل دی خو د دې لپاره چې یو شی راته ښکلی ښکاره شي، له ځینو نورو عواملو هم انکار نه کېږي. مونږ ته سره زر ښکلي ښکاري خو که د خاورو غوندې زیات وای، بیا به مو هم ښکلي ګڼل؟ ښکلا او کموالی د کموالي او لوړ قیمت غوندې له یو بل سره بې ارتباطه نه دي. له بلې خوا د یوه شي د ښکلا په ټاکلو کې د نورو د تبلیغاتو اثر لوی نقش لري. مونږ ته ځینې کسان منلي ښکاري. که یو منلی کس ووایي چې پلانی شی ښکلی دی، مونږ ته که تر هغه وخته ښکلی هم نه ښکارېده، بیا به شاید راته ښکلی ښکاره شي. ډېر ځله داسې شوي دي چې د سینما او هنر یوې مشهورې څېرې یو نوی ډول لباس اغوستی او نورو خلکو ته سمدستي ښکلی ښکاره شوی او مود کړی یې دی. که چېرته دغه لباس نامنلي کس اغوستی وای، د مود کېدو او منل کېدو امکان به یې خورا کم و. دېرش کاله پخوا په افغانستان کې د نارینه وو لنډ کمیسونه او د ارتو پایڅو پرتګونه مود وو. په هغه وخت کې دغسې جامې ښکلې ښکارېدې خو اوس نه ښکاري. دغه مثال راښیي چې ښکلا له عادت سره هم بې ارتباطه نه ده. عربو ته په چلتار او مونږ ته په لونګۍ کې ښکلا ښکاري.

د هنري آثارو ښکلا له نېکي او حقیقت سره هم تعلق لري. شهکارونه نه یوازې د ښکلا ذوق بلکې وجدان او عقل هم قانع کولای شي. د ښو بیتونو په مبالغو کې هم یو حقیقت پروت وي او د ښه شاعر په قهر او غضب کې هم د انصاف ا و نېکۍ یوه پلوشه وینو. یو لېونی که هر څو ښایسته وي خو زړه نه وړي ځکه د هغه حرکات عقل نه شي قانع کولای او په همدې وجه یې ښایست نیمګړی دی.

پلار مرحوم به مې دا خبره ډېره کوله چې په حشراتو کې تر ټولو ښایسته لړم دی مګر هیچا ته ښایسته نه ښکاري ځکه خوی یې بد دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د