fbpx

دا صحنه به مې تر ‫‏مرګه‬ هېره نشي!

محمد افضل ذاکر

تېره ورځ تورخم ته تللی وم، غوښتل مې کور ته ولاړ شم خو د پاسپورټ نشتون له وجې بېرته کابل ته راستون شوم! په پل محمود خان کې ډریور راته ډېرې زارئ وکړې: که پاسپورت نه لري نو مه ځه، ماورته وویل ولې؟ راته یې کړه: هغه څوک چې پاسپورت نه لري ډېر یې بې عزته کوي د خپلو افغانانو په بې عزتۍ باندې زیات ځوریږم، خو ورسره ومې نه منله ما ویل زه همداسې چکر ته ځم.

کله چې تورخم ته ورسیدم، د تورخم اډه کې موټر نه ښکاریدل، د دروازې دیخوا په سلهاوو افغانان ماشومان، سپین ږیري، پیغلې او سپین سرې سور لمر ته ناست ول، لږ مخکې ولاړم ګورم، افغان سرحدي پولیسو اجازه نه راکوله چې مخکې ولاړ شم، سرحدي پولیس راته د ډریوار خبره تکرار کړه، زه په پټه ترې تېر شوم تر دروازې مې ځان ورسوی.

تر پخوانۍ دروازې یونیم سل متره هاخوا پاکستان حکومت دروازه جوړه کړې وه، د دروازې کارونه تقریباً ۸۰٪ تکمیل شوي ول، په عیني وخت کې کار ورباندې شروع و، زموږ د سرحدي پولیسو سپیڅلو احساساتو ته مې کتل راته ژړا راتله هغوی هم سخت خواشیني ول له افغان حکومت څخه يې سخت سر ټکوی ویل یې موږ خپل حکومت بې سلاح کړي یوو او دوی ته د دروازې جوړولو اجازه زموږ ولسمشر ورکړې ده خو څوک حال ویلی نشي.

کله مې چې دروازه ولیدله نو د روفي صاحب له دندې ګوښه کیدل راته داسې ښکاره شول چې افغان حکومت له پاکستان سره د پردۍ ترشاه کومه معامله کړې ده.

افغان حکومت زموږ سرحدي پولیس اکثره بې وسلې کړي ول، د هغوی چینداره ټانکونو خولې به یې کله یو خوا او کله بل خوا اړولې سرحدي فوځ یې هم ټول مسلح و، حالات راته ډېر خطرناک ښکاره شول، سخت وډار شوم؛ خو بیا هم ور روان شوم لږ مخکې چې ولاړم ویې نیولم، او ترماسختنه یې بندي کړم.

لاسونه او سترګې یې راته وتړلې او سورلمر ته یې په سیمټ کینولم، له یو فوځي څخه مې وپوښتل تاسو ولې دومره ظلم کوئ ویل یې دا ستاسو د مشرانو امر او پرځای کول یې زموږ کار دی.

د مازدیګر د لمانځه وخت شو یو سپین ږیری مو ورولیږه چې د لمانځه لپاره مو پریږدي، هغه سپین ږیري ته یې په مخ څپیړه ورکړه تقریباً پنځه متره یې لرې خطا کړ، لږ شیبه وروسته مو کتل چې په دروازه کې یې یو زنانه چې پاسپورټ یې نه درلود په لرګي ووهله، سخته چغې یې کړې. دا صحنه به مې تر مرګه هېره نشي!

کله چې د شپې پريښودلو چون زه له خپل کور پسې تلم غوښتل مې خپل کور راولم زړه مې صبر ونه کړ د شپې د تورخم په شاه، غرونو کې مو څلور ساعته مزل وکړ کله چې لواړګي ته ښکته کېدو فوځیانو راباندې ډزې وکړې بیرته تورخم ته راغلو، له لږ دمې نه وروسته مو د څڅوبي په لور حرکت وکړ، وروسته له پنځو ساعتو مزل څخه څڅوبې ته ورسیدلو هلته یې یوه افغانه پیغله په تیږو ویشتلې او شهیده کړې وه، کله چې له دې خبر شوم له سترګو مې بې واره اوښکې توې شوې سخت وځورېدم، نور مې په پښو کې دمه پاتې نشوه، بېرته کابل ته راستون شوم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د