افغانستان

امریکا د افغان ژباړونکو لپاره ۴۰۰۰ نورې ویزې ومنلې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د امریکا په کانګرس کې د سنا مجلس پرېکړه کړې چې هغو افغانانو ته به نورې ۴۰۰۰ ویزې ورکوي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې له امریکایانو سره د افغانستان په جګړه کې کومک کړی او د بهرنیو ځواکونو سره اوږه په اوږه دریدلي دي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې ۷۰۰۰ کسانو ته به د امریکا ویزې ورکول کیږي، خو د اوباما ادارې د غوښتنې پر اساس د سنا مجلس د ۴۰۰۰ نورو ویزو ورکړه تصویب کړه.

سناتور جاني شهین یو له هغو کسانو څخه دی چې په کانګرس کې يې د یاد وړاندیز د تصویب ټینګه غوښتنه کوله. نوموړی د خپلو افغان ملاتړو او ژباړونکو احسان په خپلو اوږو بار ګڼي او وايي:

«ډیر هغه امریکایان چې په افغانستان کې يې ماموریت ترسره کړی او نن ورځ ژوندي دي، په حقیقت کې د هغو افغانانو په برکت ژوندي پاتې شوي چې زمونږ د حفاظت لپاره یې ځان په خطر کې اچولي وه».

د سپتمبر له پیښو وروسته په افغانستان له پوځي برید وروسته زرګونو افغانانو د امریکایانو لپاره د ژباړې او استخباراتي همکاریو په برخو کې دندې ترسره کړي دي، د خپلو دندو په ترڅ کې یې له بهرنیو پوځيانو سره سړې تودې ګاللي او له ګڼو امنيتي او ټولنيزو ستونزو سره مخ شوي دي.

سناتور جاني شهین وايي چې که مونږ افغان ژباړونکو ته په امریکا کې پنا ورنه کړو د دې معنی به دا وي چې مونږ هغو افغانانو ته د مرګ سزا ورکوو چې زمونږ د پوځیانو ترڅنګ اوږه په اوږه دریدلي دي.

د کانګرس د بویجې دفتر د اټکل له مخې په امریکا کې د دغو ۴۰۰۰ کسانو په استوګنې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې ۴۴۶ میلیونه ډالره لګښت راځي.

که څه هم کانګرس دغه غوښتنه تصویب کړې خو لا هم د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له نیوکو سره مخ ده، د کومو په باور چې دغه ویزې باید تنها هغو افغانانو پورې محدودې وي چې له امریکايي عسکرو سره یې له پوځي اډو بهر په چاپو او عملیاتو کې مرسته کړي وي.

له بلې خوا افغان ژباړونکو وخت په وخت شکایتونه کړي چې په بهرنیو هیوادونو کې د پنا او استوګنې ژمنې ورکول کیږي خو عملي اقدام یې د نشت برابر دی. دغو افغان ژباړونکو په کابل کې د امریکا او برتانیا د سفارتونو مخ ته لایونونه هم کړي او د خپلو حقوقو د غوښتنې غږ یې اوچت کړی.

خو ګڼ شمېر افغان ژباړونکي چې د څو کلونو ترجماني وروسته امريکا ته تللي، له سختو کړاوونو سره مخ دي، د ژوند کافي لګښت نه ورکول کیږي او ځينې يې هوډ لري چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.

د روان کال په مارچ میاشت کې برتانوي رسنیو خبر ورکړی وه چې هغه افغان ژباړونکي چې په برتانيا کې يې پنا اخیستې وه، د هغه هېواد له لوري بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

بهرنیو هیوادونو ته د زرګونو افغان ژباړونکو تېښته دا په ډاګه کوي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د بهرنیو پوځيانو په څیر دوی هم د افغان ولس په ځورولو، وژلو او ربړولو کې ونډه اخیستې او نور د دې تمه نه لري چې د خپلو بهرنیو دوستانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د آرام ژوند څښتنان واوسي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا ریښتیا به هم د امریکا ملاتړو افغانانو ته ویزې ورکړل شي او که نه، خو ښايي ورته پرېکړې د امریکایانو د خدمت په ډګر کې بهرنیو هیوادونو ته د تګ ارمانجن افغانان په سیالۍ ورولي او هڅه به وکړي چې له طالبانو سره د خپلې دښمنۍ قضیې غټې وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

طالب مشرتابه ددغو بیغیرته ژباړونکو لپاره ولی غلچکی بریدونه به دوی نکوی دا خو هغه خلک دی چی تر بهرنیانو یی دیر جنایت کړی دوطن دمال اوعزت خرڅولو کی یی دپردیو سره دجوال خوله نیولی کلک مجرمان دی کاشکی چی اول خو ددغو کومه لاره جوړه کړی چی دامریکا به ځای یی ګورستان ته ولیږی

افغان

له هیتلره چا بوښتنه وکړه چه تاسی د اروپا اکثره هیوادونه فتح کړل ، په فتحه شوو هیوادو کی مو د چا سره مینه او د چا سره مو کرکه لرله یا څو ک دوست او څوک دشمن ګڼۍ ؟ هیتلر ځواب ورکړو : د هغوی سره می مینه ده ، چه د خپلو خلکو ، خاوری او خپلواکی د د فاع په خاطر یی زمونږ د اشغالګرو قوو په ضد یی مقاومت کولو ، او له هغوی کرکه لرم چه زمونږ ډ معاشو او مقامو ورکولو له امله یی زمونږ سره د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی سودا… نور لوستل »

مسلم افغان

احمده وروره ستاسي خبره سمه ده رشتياهم باید اتل طالبان دغسي کسان او نور لوی لوی ملي خاينان يو يو په انفرادي ډزو سره دوږخ ته ولېږي. که دوی دغسي وکړي هم به يې رشتيانيو ملي خاینانو او هيواد پلورونکو ته وړ سزا ورکړې وي او هم به يې د مظلومانو د خوږمنو زړونو تشفی کړې وي. څو کاله مخکي چي يې په کابل کي يو څو دغسي کسان په کورونو او د کورونو مخ ته ووژل. ملي خايان دومره وارخطاسوي وه چي د شپې په خپلو کورونو کي نه ويده کېدل او امنو ځايونو ته به يې پناه وروړل.… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x