نړۍ

د بنګلاديش په ډيپلوماتيکه سيمه کې ګڼ کسان يرغمل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): بنګلاديشي چارواکي وايي، چې د پلازمېنې ډهاکه په ډيپلوماتيکه سيمه کې بريدګرو پر يوه کيفې بريد کې ګڼ کسان يرغمل کړي او حکومتي ځواکونو د يرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره عمليات پيل کړي دي.

د بنګلاديش پوليس وايي، چې د عملياتو په ترڅ کې يې تر اوسه  ۱۲ تنه ژغورلي، چې څلور يې بهرنيان دي.

بريدګرو په دغه کېفې کې لږ تر لږه شل تنه يرغمل کړي، چې يو ګڼ يې بهرنيان هم دي.

د بنګلادېش چټک غبرګون د ځواکونو يو افسر ميضان الرحمن رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې امنيتي ځواکونو د يرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره عمليات پيل کړي او دمګړۍ د امنيتي ځواکونو او بريدګرو ترمنځ نښته روانه ده.

د پيښې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې د جګړې له سيمې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کيږي.

bangladesh_hostage_dahka_624x351_getty_nocredit

ځايي رسنۍ وايي، چې د ژغورنې په دې عملياتو کې ځمکني، سمندري او د چټک غبرګون پوځيان برخه اخلي.

د بنګلاديشي چارواکو په وينا د بريدګرو په ډزو کې دوه پوليس وژل شوي او دېرش ټپيان دي.

بنګلاديشي رسنۍ وايي، چې «هولې کيفې» په خوندي ډيپلوماتيکه سيمه کې ده، چې د بهرنيو ډيپلوماتانو ترڅنګ د متوسط عايد لرونکي هېوادوال هم ورځي. dhka

جاپاني چارواکو منلې، چې په دغه بريد کې څلور جاپانيان هم شته.

د ايټاليا بهرنيو چارو وزارت رويټرز ته ويلي، چې په دغه کيفې کې اووه ايټالويان هم وو.

داعش ډلې ته منسوبې رسنۍ ادعا کوي، چې د دغه بريد پړه «اسلامي دولت ډلې» منلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x