fbpx

جلال اباد کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې چاودنې دوه تنه ووژل او لس نور يې ټپيان کړل.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته وويل، چې نن له غرمې وړاندې لس بجې پر چاودېدونکو توکو سمبال يو تن غوښتل، چې د کوټ ولسوالۍ د پاڅونوالو پر مشر حاجي حيات خان بريد وکړي، مګر نوموړی او د هغه ساتونکي له دې بريده خوندي وتلي دي.

خوږياڼی وايي، چې د حيات خان ساتونکو بريدګر له بريد وړاندې په نښه کړ او په ټپي حالت کې يې خپل ځانته چاودنه ورکړه.

د ولايت وياند د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ننګرهار د عامه روغتيا رياست وايي، چې د دغه چاودنې له امله يې دوه مړي او لس ټپيان وروړي دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی ملی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د