fbpx

امنیتي سرچينې: د پنجشنبې بريد په اړه مو له وړاندې معلومات درلودل

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): امنیتي سرچينې وايي ، وړاندې تر دې چې د پنجشنبې پېښه رامنځته شي د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته درې ځلې د دې بريد په اړه خبرونه رسېدلي و.

له کابله خپرېدونکې ورځپانه « هشت صبح » د یوې امنیتي سرچينې له قوله لیکي چې دوی ته د دې بريد په اړه معلومات رسېدلي و، خو پر وخت او ځای اقدام نه دی شوی.

تېره پنجشنبه د میدان وردګو له روزنیزې څانګې لسګونه فارغ شوي پولیس کابل ښارته څېرمه د پغمان په ارغندۍ سیمه کې د بريدګرو له لوري ښکار او ګڼو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د سرچینې په قول د پولیسو له دې کتار سره د ملي اردو ساتونکي موټر هم د لارې تر نیمايي راغلي او بېرته په شا ګرځېدلي و، چې باید پوښتنه يې وشي.

ورځپاڼه د یوې بلې سرچینې له قوله کاږي چې دوی د طالبانو یو تن نیولی و او هغه ورته د دې بريد د پلان په اړه معلومات ورکړي و، خو بیا يې هم پر وړاندې لازم تدابیر ونه نیول شول.

له نږدې هرې پېښې وروسته امنیتي سرچینې ورته دعوې کوي، چې د شنونکو په قول په لوی لاس ځانونه په پېښو کې شریک معرفي کوي.

تر دې وړاندې د روان کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ د ملي امنیت اړوند لسم ریاست تر برید وروسته هم امنیتي سرچینو دعوه کوله چې دوی تر دې بريد درې ورځې وړاندې خبر درلود، خو په مخنیوي کې يې پاتې راغلل.

ياده دې وي د تېرې پنجنشبې بريد چې پکې شاوخوا ۳۳ پولیس مړه او ۸۰ نور ټپیان شول، طالبانو ترسره کړی او د خپلو بریدګرو ملګرو لنډه پېژندنه يې هم خپره کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د