fbpx

لالی: حکومت له لويې جرګې پرته د هېواد د ژغورلو بله لار نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د تېرې پنجشنبې ورځې د بريد په ګډون په هېواد کې ټول حالات پلان شوي دي، چې دا حکومت يې دستوري پر وړاندې چوپه خوله دي.

پورته څرګندونې د ولسي جرګې غړي حمیدزي لالي د ولسي جرګې په ناسته کې وکړي، د هغه په خبره اوسنی حکومت د هېواد د حالاتو په کنټرول کې بې وسه دی.

د لالي په قول د تېرې پنجشنبې بريد په حکومت د شته کړیو په ملګرتیا ترسره شوی دی، نوموړي په دې بريډ کې د ښکېلو کسانو له ډلې د چا ښکاره نوم وانه خیست، خو د ننګرها په حصارک کې د جګړې په اړه يې د ظاهر قدیر اربکیانو ته په اشارې وویل چې باید جګړه کې برخه واخلي.

لالی وايي د هېواد حالات مخ پر خرابېدو روان دي او د ده په قول یوازینۍ حل لاره يې دا ده چې د پخواني حکومت مشران د اوسني حکومت له مشرانو سره یو ځای د لویې جرګې تابیا ونیسي.

حمیدزی لالی په داسې حال کې د حکومت پر بې وسۍ اعتراف کوي چې تر دې وړاندې د حراست او ثبات ټولنې غړو هم حکومت له هره اړخه ناکام وباله او غږ يې پرې وکړ، چې باید د لويې جرګې تیاری ونیسي.

په ورته وخت کې د حکومت دواړه مشران د جان کېرې له اعلان وروسته د خپل حکومت موده د دوو کلونو پر ځای پنځه کاله بولي، که څه هم د واک د وېش په قرارداد کې د حکومت وروستی موده د وږي میاشت ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د