د اختر ورځ، جلال اباد ـ ارشيف انځور

اختر ته دری ورځې پاتې دي «لنډه کيسه»

نقيب الله احمدي

زموږ د کلي غلام ګل کاکا چې د غريبۍ آوازې يې تر لرې سمې تللې وې يوازې يو زوی درلود, تر ځان پرې ډېر ګران وو, تر سر او مال ورته تېر وو سم دم چې زلمی شو واده يې ورته وکړ, دوه کاله وروسته الله تعالی غلام ګل کاکا په يوه لمسي ونازاوه او د لمسي څښتن شو; خو د لمسي خوشحالي يې له کوره نه وه تللې چې د زوی د ځوانيمرګۍ کيسې يې په کلي کې خورې شوې, غلام ګل کاکا چې دا د وير غږ واوريدو سمدلاسه د غرونو سودايي شو.

بې پلاره لمسی يې اوس د پلار مينه پر مور ماتوي خوراک, څښاک هر څه يې پر مور دي, پرون يې مور ته وويل: مورې د اختر لپاره جامې کله راته اخلې؟ مور يې چې د بېوزلۍ او پوازيتوب په نړۍ کې تنها راګير ده په دا او هاغه يې تېر باسي او په سوي اسويلي کې ورته وايي چې اختر ته لا څو مياشتې پاتې دي, ته لږ صبر شه.

نن چې کله له کور د لوبو لپاره بهر ته ووت سترګې يې په جان باز کاکا ولګېدې چې په پنډه کې څه ورسره دي, وروړاندې شو او ورته يې وويل: کاکا په پنډه کې څه دي؟ زويه د اختر لپاره مې زوی جامې ته راوړې, اختر څه وخت دی؟ ګرانه دری ورځې وروسته اختر دی, ښا ښا زه لاړم, مورې مورې اختر ته دری ورځې پاتې دي تا ما ته دروغ ويلي وو, اوس به نو جامې څنګه شي!؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د