fbpx
يونس تنوير

د درمل په شاعرۍ کې ترکیبي خیال

یونس تنویر

د شاعرۍ په کولو کې تر ګردو مهمه وسیله خیال دی. خو دغه خیال د پیغام په لحاظ داسې نه وي چې موږ دې ووایو: د اسمان ستوري ځمکې ته راښکته شوي دي. دا جمله مطلقه افسانوي جمله ده، ځکه چې خیالي منظر، افسانوي کردار نه لري؛ بلکې افسانوي کالب کې ارایه شوې وي. دغه تظاهر د مطلقې نړۍ یو حقیقت وي. خو ددغه حقیقت وړاندې کول، یو افسانوي کالب وي. نو په همدې وجهه خیال درواغ ښکاري، مګر خیال یو لطیف حقیقت وي.

په شاعرۍ کې د خیال جوړښت تر ډېره د خبرو په محتوا کې نه وي. بلکې د کلمو په اوډونولو کې وي. همدغه د کلمو اوډونول، خیال زیږوي. مثلاً :

د رڼاګانو ښار کې ورکه یاره
زموږ دا خړې کوڅې هېرې نه کړې

پورتنۍ مسرې خیالي منظر نه لري. د پورتنيو مسرو نه، په دې جمله د خیال شتون زیات دی: (د سیارو په کور کې اوسې.)

دا ځکه چې په پورتنۍ جمله کې مو د رڼاګانو (صفت) پر ځای سیارې (موصوف) راوستې دي. او موصوف د خپلې اصلي مانا پر ځای، سیمبوولیکي خاصیت هم خپلولی شي. خو صفت یو خاص شي ته وضعه شوې کلمه وي. که موصوف نه وي، د صفت مانا ګونګه وي. او خیال په مفروضي ماناو، نه شي جوړیدای. نو صفت په څنګه متعددې ماناوې پیدا کړي. او موږ به څنګه د رڼاګانو ښار ته خیالي مسره ووایو. ښار او کور دواړه مکانونه دي. اوسیدل، تل په مکان کې شوني وي. یانې مکان ظرف دی او اوسیدل مظروف دي. همدغه اوسیدل دي چې د سیارو کلمې ته حقیقي رنګ ورکوي. ځکه انسان په مکان کې اوسي. او له افسانوي کرداره یې ژوغورلې ده.

هغه پورته جمله : ( له اسمانه ستوري را ښکته شوي دي.) په دغه جمله کې داسې قرینه نه شته چې حقیقت دې، را په ډاګه کړي. ولې د سیارو په جمله کې )اوسیدل( کلمه شته، چې حقیقت یې را په ډاګه کړي دی. د شاعري خیال همدا دوهم خیال دی. دغه دوهم خیال د ترکیبي جملو څخه رغیدلی دی. یانې په شاعرۍ کې خیال دکلمو له ترکیبه منځ ته راځي. انسان مخییله قوه لري. ددغه تخیل د اظهار لپاره تر ټولو ښې وسیلې د شاعر لپاره دکلموو ترکیبونه ده. یا د کلمو ترتیبول دي. هسې خو ټوله شاعري د کلمو ترکیب وي. خو د مسرو دغه معما مسرو د نور کلمو په واسطه را په ډاګه کیدای شي. دغه خیال د کلمو په مرسته په بیت کې داسې راغلی وي چې د دواړو مسرو حالتونه یې سره پیوست کړي وي. ددغو کلمو ترمنځ مطابقت مهم نه دی. بلکې د خیال په جوړښت کې یې د دواړو مسرو حالتونه یې سره اوډن کړي دي. تاسې

د ډاکتر احسان الله درمل بیت ته ځیر شئ:

خدایزده که ښکلي خو مې واخلي د نظر په سیکو
زه خو څه ګټه نه یم زه خو د تاوان غوندې یم
(احسان الله درمل)

په پورته بیت کې د نظر سیکي یو خیالي معما ده، چې د بیت له دواړو حالتونو سره یا د دواړو مسرو د حالتونو سره تړاو لري. دغه تړاو د کلمو د اوډون په واسطه جوړ شوی دی. په دغه ترکیب کې د معشوق د غرور،غنا او د عاشق خاکسارۍ لپار مشترکه وجهه شتون لري. ښکلي له زیاتې بې نیازۍ چاته نه ورګوري. او عاشق دغې بې نیازۍ نه، د نیاز تمه نه لري. ددغه ترکیب اړیکه د سیکو د کلمې په واسطه د تاوان او ګټې سره هم شته؛ نو اوس په دغه مسرو کې داسې کلمې سره یو ځای شوې دي چې د تناسب په لحاظ سره بیخي برابرې نه دي. خو د نظر د سیکو په واسطه یې د بیت د نورو کلمو سره یې داسې اړیکه پیدا کړې ده چې د ټولو حالتونو مانا پکې خوندي شوې ده. او یا د بیت اصلي محور ګرځیدلې ده .

(د نظر په سیکو) ترکیبي کلمه د بیت د نورو مسرو سره د ( واخلي) او (تاوان او ګټې) کلمو په مرسته ، يوه خیالي مانا زیږوي. که چیرې دغه پورتنی کلمې نه وای؛ نو د نظر او سیکو د کلمو ترکیبول نه یوازې په نحوي لحاظ نیمګړتیا درلوده؛ بللکې یو افسانوي منظر ښکاریده. یانې شاعر د کلمو په ترکیب باندې خیال را منځته کړی دی. نو موږ ځکه خیال د کلمو په ترکیب پورې مربوط کړی دی. یانې په مسرو کې کلمې سره ترکبیږي او دغه اوډونه ونه دشاعر د مخیله قوې اظهار کوي.

شاعري ژبپوهنیز معیار نه مني. دا ځکه چې د شاعري حقیقت تخیلي وي. او په شاعرۍ کې تخیل د حقیقت د را پیدا کولو وسیله ده. دغه وسیله په داسې کلمو رامنځته کیږي چې ژبنی معیار یې مات کړی وي. د ژبې معیار ماتول د ژبپوهنې تسلط ، ته غاړه نه اېښودل دي. همدا د شاعرۍ ژبپوهنیز هنر دی.
د کلمو ترکیب یو داسې معیار دی چې د ژبپوهنې خیال یې ساتلی وي. مګر د شاعرۍ ترکیب یو داسې معیار لري چې د ژبپوهنې په معیار پوره کیدای، نه شي. تر څو چې د شاعرۍ معیار په نظر کې ونه نیول شي. د شاعرۍ معیار د ترکیب په برخه کې یو خیالي تصویر پیدا کول دي. دا تصویر که د ژبپوهنې له معیار سره برابر نه وي؛ نو شاعري ده. همدا د شاعرۍ ژبپوهنیزه ښکلا ده.

د نحوې اصول د ترکیب په برخه کې تر ټولو لومړنی شرط دا وضعه کوي چې، دوه کلمې باید د ترکیب په صورت کې ګرامري ارتباط ولري. یا یوه کلمه د بلې کلمې تابع وي. او د جملې په جوړښت کې هم قواعد لري چې لومړی مسند الیه او بیا مسند راځي. که په عامو خبرو کې یو توصیفي ترکیب یا جمله جوړو؛ دا قاعده باید په نظر کې ونیول شي چې، په پښتو کې صفت د موصوف تابع وي. یانې لومړی به صفت او بیا به موصوف راځي. او که جمله جوړوو، لومړی باید فاعل راشي او بیا ورپسې فعل. د مثال په ډول: لوی شاعر. لرغونې ژبه.یا زرمینه راغله.

که دغه کلمې او جمله داسې پیوند کړو: شاعر لوی، ژبه لرغونې؛ او یا راغله زرمینه. نو بیا دا د کلمو تر منځ هغه ترتیب نه دی، چې مانا دې څرګنده کړي.

په پښتو ژبه کې ځینې ترکیبونه شته، چې په تکراري توکه راځي. چې یوه کلمه د بلې کلمې سره تابع کیدای نه شي. تاسې یې دا مثالونه وګورۍ : تلل را تلل. مخامخ. پاک سپېڅلی…. مګر د شاعري په ترکیبونو او مسرو کې د کلمو نه مطابقت، په دې مانا نه دی، چې د کلمو ترمنځ دې شاعرانه او هنري خواص نه وي. تاسې د درمل صیب دا بیت وګورئ:

زما دزړه بیړۍ له ځانه سره لرې یوسي
یوڅوک په لاره د څپو په څېرړنګ بنګ تیریږي
(احسان الله درمل)

په پورته بیت کې د زړه بیړۍ، څپو، ړنګ بنګ، هغه کلمې دي چې خیال یې رامنځته کړی دی. ځکه چې خیال د کلمو په جوړښت پورې منحصر وي. او د پورتنیو کلمو ترمنځ یو داسې وحدت رامنځته شوی دی، چې ټوله محتوایې یو خیالي منظر راکوي. او دا خیالي منظر د مینې نفسیات دي او د مینې نفسیات درواغ نه شي کیدای.

په دریاب کې د بیړي تردید د څپو له جوشه وي. او د زړه تردید، د معشوق د ناز له تګ سره وي. پورتنیۍ کلمې د خپلې اصلي محتوا پر ځای یوه بل محتوا خپلوي. همدا انځورګري یو ذهني رابطه په خپلو منځونو کې سره جوړوي. همدا خیال دی چې د ترکیبي کلمو څخه رغیدلی دی. همدې ته ترکیبي خیال وایو، چې د کلمو له ترکیبه رغیدلی وي. دغه اوډونه ونه، که د نحوې له اصولو سره برابره، نه وي، بیا هم عالي شاعري ده.

یانې که دغه وړ کلمې سره اوډون شوې وي، خیال پیدا کوي. دغه خیال دومره بربنډ وي چې هر څوک پرې پوهیدی شي، خو په هغه صورت کې چې د لفظ او مانا اړیکه باندې پوه شو. او څوک چې د لفظ او مانا اړیکه باندې نه پوهیږي، هغه ته به دا خیال یوه افسانه ښکاري. خو دغه خیال په افسانوي کالب کې وړاندې شوی وي؛ خو افسانوي نه وي. ځکه چې افسانه درواغ وي.

دکوزې پښتونخوا ادیبان، لنډې کیسې ته د افسانې نوم ورکوي. خو خبره داده چې دغه ژانر د انګریزي ادب نه اردو او له اردونه پښتوته راغلی دي. چې انګریزي معادل یې Short Story)) دی او په فارسي کې (داستان کوتا) دي. چې د پښتو د (لنډې کیسې) سره سمون خوري. نو ښه داده چې د انواع او ژانر ترمنځ تفکیک وشي. مثلاً په لرغونې یونان کې د شعر لپاره درې مهمې نوعې وې. چې زیاته مهمه یې حماسه او تراژیدي وه.

ارسطو له حماسې، تراژیدي غوره ګڼله. او افلاطون بیا حماسې ته ژمن و. خو دغو دواړو ادب پوهانو، دغه دوه نوعې په ژانرونو باندې، نه دي تپلې؛ نو کله چې دغه دوه نوعې په ژانر کې راتللی نه شي؛ نو افسانه څنګه ژانر کیدای شي؟

دکتر سیروس شمیسا په انواع ادبي کتاب کې لیکي چې افسانه د لرغونې یونان د شعرونو یوه برخه وه، چې حقایق به یې نه بیانول. په هر صورت…

د احسا ن الله درمل په شاعري کې خیالي باب د کلمو په اوډون یا ترتیب رامنځ ته شوی دی. یانې کلمې یې داسې سره تړلې دي چې خیال وزیږوي. او همدا جوړښت دی چې په شاعرۍ کې خیال پیدا کوي. او همدا خیال دی چې د لفظ او مانا تر منځ سالم تناسب رامنځته کوي.

یوه ورځ مې له کړاو سره د کلمو په ندرت بحث شو؛ نو راته ویل یې چې: ((تر هغو ځان په یوې کلمې مه ډاډه کوه، تر څو چې زړه دې اوبه نه وي پرې څښلې. دا کار ممکن سخت وي؛ خو بې ګټې نه دی. دغه کلمه بیا نوې کړه . او که بیا سمه نه وي، نو بیا یې نوې کړه. او که بیا سمه نه وي، نو بیا یې نوې کړه. تر هغو چې په زړه دې منل شوې نه وي. او که همداسې دې پریښوده، دا بیا ځان ته، دوکه ورکول دي. او هیڅوک په دوکو باندې شاعر کیدای نه شي.))

تاسې د ډاکتر احسان الله درمل دا بیتونه هم وګوري چې د کلمو په اوډون یا ترتیب باندې رامنځ ته شوي دي:

موږه د هغو بختورو په کتار کې نه یو
د چا چې ژوند ستا په ټټر لکه لونګ تیریږي
***
یوې موسکا مو بیا د اوښکو دردانې وهلې
غلچکۍ مینې مو د زړونو خزانې وهلې
***
غم چې له زړه باسو چیرته لاړ شي خوار؟
عار دی چې میلمه ته ورد کور تړو
***
په زړه او سترګو مو را خوره یې نیوای دې نه شم
هو لکه څوک چې رانیوای نه شي رڼا په لاس کې
(ډاکتر احسان الله درمل)

ټول انسانان مخییله قوه لري. او شاعر دغه مخییله قوه په شعر کې د کلمو په اوډونه ونه یاترکیبونه باندې په شعر انځوروي. او تخیل ددې کلمو په محتوا کې وي؛ نو ځکه تخیل د شعر د ذهني شکل یو توکی دي. او کومه محتوا چې په دې شکل کې باندې ارایه شوې وي هغه مضمون به یو لطیف حقیقت وي.

پاي
اخځلیکونه :

۱ـ انواع ادبي (ویرایش چهارم) ، شمیسا، دکتر سیروس، چاپ سوم، تابش چاپخانه، تهران ،۱۳۸۷.

۲- پښتو نحوه، زیور ریښتین، پوهندوی دکتره زرغونه ،میهن خپروندویه ټولنه، کابل، ۱۳۸۹ هـ ق کال.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د