شعـــــرونه

غزل: عبدالله ريحان

عبدالله  ريحان

که د ژوندون خـــــوږ ماځیګــر مو په ژړا تریږی
نـــــن که په مـــــا تــریږي صبا پــــر تـــــا تریږي

دوخت فــرعونه یــوه ورځ به یې حساب راکوې
خیر که دې هیلـــو جـــنازې مـــو د هر چا تریږي

پرون یوڅوک وو مات سرونه ټېټئ سترګې لاړل
دلته یو څـــــوک دي نـــن پر دغه لاره بیا تیریږي

مونږ د تــور تم په غیږ کې دومره زندګي کړې ده
اسمان چــې وریځ شي ورته ژاړو چې رڼا تیریږي

ډولـــونه ووهی چـــې ماته خاموشي شي د شپې
خلک ویده دی چــــې راویښ شي ترې صبا تریږي

مونـــږ په زخمونــــو ماتـــوو لا د غمونــــو بـــهیر
سره زر ژوندون مـــو وایه څــومره بې معنا تریږي

ریحان چې کلي ته اوس نه راځي څه چل خو به وي
له سکنـــي ورور څخه پټ یـــې هم اشنـــا تــریږي

عبدالله ریحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x