دیني، سیرت او تاریخ

د سرسايې (صدقة الفطر)احکام

 ليکوال : عبدالمالک همت

د سرسايې یا صدقة الفطر د نوموني لامل:

سرسايه پښتو لفظ دی چي معنا يې ده د انسان د سر خيرات او د صدقة الفطرمعناده د روژې د ماتولو يا د روژې تر بشپړېدو وروسته خيرات. څنګه چي دغه خيرات يا زکات د رمضان المبارک د مياشتي د روژو تر پوره کولو وروسته د خوښيو او شکر اداکولو په توګه ورکول کيږي، ځکه نو صدقة الفطر ورته وايي. همداراز سرسايه د رمضان د مياشتي د روژو د نيمګړتياوو او تېروتنو کفاره هم ده. لکه چي له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: سرسايه د روژه نيوونکي د ناسمو خبرو او فحش ويلو څخه د پاکولو لپاره او مسکينانو ته (لږ تر لږه د اختر په ورځ د ښو) خوړو ورکولو په موخه فرض سوې ده. که يې څوک د کوچني اختر تر لمانځه دمخه ورکړي، نو به منلې سرسايه وي او که يې د اختر تر لمانځه وروسته ورکړي ، نو دا به له خيراتونو څخه يو خيرات وي.(ابوداود، کتاب الزکات، باب زکات الفطر، ۱۶۰۹ حديث).

صدقة الفطر واجب ده:

د احنافوپه نزد (زموږ په مذهب) سرسايه واجب ده، خو د نورو مذاهبو علمايې فرض ګڼي، ځيني مالکيان او اهل ظاهر يې سنت مؤکده بولي. کله چي روژه فرض سوه، سرسايه هم د زکات تر فرض کېدو دمخه د هجرت پر دوهم کال د برات (شعبان) په مياشت کي واجب سوه.

سرسايه پر چا باندي واجب ده:

د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه د مذهب سره سم پر هر مسلمان، نارينه وي، که ښځه، لوی وي که کوچنی، روژه يې نيولې وي که يې نه وي نيولې که دغومره شته ولري چي د ده له اړتياوو څخه زيات وي او دغومره شته او اسباب ولري چي پر بيه يې زکات واجبيږي، نو پر هغه باندي د کوچني اختر په ورځ سرسايه واجب ده، دغه شته د سوداګرۍ لپاره وي يا نه وي، کال پر تېر سوی وي که نه وي.

د نورو عالمانو په اند د سرسايې د وجوب لپاره د زکات د نصاب څښتن کېدل هم شرط نه بلل کيږي، د دوی په اند د چا سره چي د ده او د ده تر کالخوایی(کفالت) لاندي کسانو لپاره تر يوې ورځي او يوې شپې زيات خواړه وي، نو هغه دي د خپل ځان او کورنۍ د غړو سرسايه ورکړي.

څوک بايد د چا له خوا سرسايه ورکړي:

د سرسايې د ورکولو سبب خپله ورکوونکي شخص او هغه کسان دي چي د هغو نفقه پر لازمه ده او دی بشپړ ولايت پر لري، ځکه نو پلار بايد د خپلو کوچنيو اولادونو سرسايه ورکړي، خو که اولادونه شته ولري، نو سرسايه به د هغو له شتو څخه ورکوي.

د مېرمني سر سايه پر مېړه باندي نه ده واجب، خو که احسان ورسره کوي، د ده له خوا د هغې سرسايه ورکول جواز لري.

همداراز پر پلار باندي د لویو باشعورو اولادونو سرسايه ورکول لازم نه بلل کيږي، خو که احسان ورسره کوي جواز لري، اما که اولاد اړ يا لېونی وي، نو پر پلار باندي د هغو له خوا سرسايه ورکول واجب باله سي.

د يتيم او لېوني سرسايه دي د هغو له شتو څخه ورکړه سي، خو که شته نه لري، نو سرسايه دې هغه کسان ورکړي چي خوراک او نفقه يې ورکوي.

د سرسايې د د ورکولو مستحب وخت:

د سرسايې د ورکولو اصلي، ښه او د فضيلت مهال د کوچني اختر د ورځي سهار، عيدګاه ته تر تلو دمخه دی او دا ډېر فضيلت لري، خو د روژې په وروستيو ورځو کي هر وخت ورکول کېدای سي.

د چا چي د اختر تر لمانځه دمخه د سرسايې ورکول هېر سي:

که د چا په ياد نه وه چي د اختر تر لمانځه دمخه سرسايه ورکړي، ګناه نه لري، ځکه دي په هېره سره معذور باله سي، خو کله چي يې په ياد سوه سمدستي دې ورکړي، عالمانو ويلي دي چي سرسايه يې کيږي اوهيله ده چي مقبوله او سمه سرسايه وي.

که چا فکر کاوه چي د ده سرسايه بل څوک ورکوي، خو نه يې وه ورکړې هم يې دغه حکم دی او هر وخت چي پوه سو چي د ده له خوا يې سرسايه نه ده ورکړې سمدستي دې خپله ورکړي.

که چا په کوم بل عذر ونه کولای سول چي سرسايه تر کوچني اختر دمخه ورکړي او بيا يې ورکړه پروا نه کوي.

که چا د ځان او خپلو اړوندو کسانو له سرسايې څخه يوه اندازه نژدې بې وزلو ته تر اختر دمخه ورکړه او نوره يې ځينو نورو بې وزلو ته – کوم چي حاضر نه وه –  د ورکولو لپاره وساتله، نو په دې کي څه ستونزه نسته د اختر تر لمانځه وروسته دې ورکړي.

څوک چي سرسايه په قصد سره د اختر ترلمانځه دمخه ور نه کړي:

د اختر تر لمانځه دمخه په قصد سره د سرسايې نه ورکول جواز نه لري، په دې کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امر څخه مخالفت راځي. رسول الله صلی الله عليه وسلم امر کړی دی چي سرسايه دي د اختر لمانځه ته د خلکو تر روانېدو دمخه ورکړي. له دې امله که څوک بې له کوم معقول عذر څخه داسي وکړي نو ګناهکار کيږي، باید الله ته توبه وکاږي او سرسايه هم مستحقو کسانو ته ورکړي. په دې صورت کي هيله سته چي خدای يې وبخښي.

د سرسايې اندازه:

د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد که څوک صدقة الفطر په غنمو ورکوي، نو پر يوه تن د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د وختو نيمه پیمانه غنم يا اوړه کيږي.

خو دا چي دغه پیمانه په اوسمهالي وزن چي کيلوګرام دی، څونه کيږي، په دې اړهعالمان په يوه خوله نه دي. ځيني عالمان يوه پیمانه دوه نيم کيلو بولي. ځيني يې څو ګرامه کم څلور کيلو ګڼي. ځيني يې درې کيلو او پنځه سوه ګرامه بولي. عرب عالمان يوه پیمانه تقريباً درې کيلوګرامه ګڼي. ځيني يې هم څلور کيلو او پنځوس ګرامه ګڼي او وايي چي يوه پیمانه دي احتیاطاً څلور کيلو او څلورشپېته ګرامه وشمېرل سي.د کندهار او د هغه د شاوخوا ولايتونو خلک د يوه تن سرسايه نیم من غنم د کندهار په منه ورکوي او د کندهار من څلورنيم کيلو دی. چي په دې حساب دوه کيلو او دوه سوه پنځوس ګرامه غنم يا اوړه او يا يې بيه د يوه تن سر سايه بلل کيږي. زما په نظر دغه د کندهار د خلکو وزن سم بريښي. والله اعلم.

په سرسايه کي نغدي پيسې هم ورکول کېدای سي:

د حضرت امام ابو حنیفه، حضرت امام بخاري، حضرت عمر بن عبدالعزيز، حضرت حسن بصري او ډېرو نورو عالمانو رحمهم الله په نزد دغلې بیه هم په سرسايه کي ورکول کېدای سي. خو د سعودي اوسمهالي عالمان په سر سايه کي نغدي پيسې ورکول ښه نه ګڼياما نورو ډېرو عالمان د نن مهال اړتيا ته په کتو سره وايي چي د غلې پر ځای د هغې بيه ورکول هم آساني راولي اوهم بې وزلو ته ګټوره ده. پر دې بنسټ کېدای سي چي د د دووکيلو او دووسووپنځوسوګراموغنمو بيه د بازار په نرخ وسنجول سي او مستحقو کسانو ته ورکړل سي.

البته شتمن خلک بايد په سرسايه کي د لوړ بيي شي، لکه د خرما او کشمشو قيمت ورکړي، ځکه چي په حديث کي راغلي دي: کله چي لوی څښتن د دنيا شته درکړي، نو په مالي عبادتونو کي توسع او پراختيا کوئ. نو که زموږ شتمن وروڼه خپله سرسايه په خرما يا کشمشو ورکوي نو دي د يوې پیمانې، یعني  څلور نيم کيلو(يوه کندهاري من) خرماوو، يا کشمشو بيه ورکړي په دې به د مسکينانو يو څه ګوزاره وسي.

په سرسايه کي تر اصلي اندازې زیات څه ورکول:

کېدای سي چي يو څوک د سرسايې تر ټاکلي مقدار زيات څه د خيرات په توګه ورکړي، خو که تر ټاکلي کچي کم څه ورکړي، جواز نه لري.

کوم کسان د سرسايې مستحق دي:

سرسايه د نورو صدقو او زکاتونو غوندي فقيرانو، مسکينانو، قرضدارانو، د الله په لار کي طالبعلمانو، مجاهدينو او مسافرو ته(که څه هم په خپل وطن کي شتمن وي) ورکول کيږي.

البته بې وزلو خپلوانو ته زکات او سرسايه ورکول نه داچي جواز لري، بلکي دوه ثوابه لري، يو د زکات يا سرسايې ورکولو ثواب او بل د صله رحمۍ ثواب. ورور، خور، اکا، عمه، ماما، خاله او د هغو اولادونه، نور خپلوان ، ګاونډيان، د خپل کلي او ښار خلک د سرسايې مستحقين دي.

کومو کسانو ته سرسايه نه ورکول کيږي:

(الف) اولادونو، مور او پلار، نيکه ګانو او اناګانو ته د زکات او سرسايې ورکول جواز نه لري.

(ب ) د چا سره چي دغومره شته وي چي زکات پر واجبيږي، يا دومره شيان او اسباب ولري، چي تر اړتيا يې زيات وي او له امله يې سرسايه پر واجبيږي، نو داسي چا ته سرسايه ورکول جواز نه لري.

(جـ ) لېوني او داسي نابالغ کوچني ته چي نه پوهيږي سرسايه ورکول روانه دي، خو که يې د هغو کالخوای (سرپرست) د هغو لپاره واخلي روا باله سي.

د يوه تن له خوا ډېرو کسانو ته سرسايه ورکول:

که یو تن خپله سرسايه څو تنو بې وزلو ته ورکړي، جواز لري. همداراز که څو تنه خپله سرسايه يوه مسکين ته ور کړي هم جواز لري.

له يوه ښاره بل ښار ته د سرسايې لېږل:

له يوه ښاره بل ښار يا هيواد ته د سرسایې لېږل مکروه دي، یعني په کوم ځای کي چي سرسايه ورکوونکی اوسيږي هلته دي سرسايه ورکړي. هو، که په بل ښار کي د چا بې وزلي خپلوان وي، يا يې خلک ډېر اړ او مستحق وي، نو هغو ته د سرسايې لېږل مکروه نه بلل کيږي. پای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x