پښتون قام نه، بلکې د یو ملت نوم دی

محمد یعقوب نائل

لکه څرنګه چې د افغان کلمه د یو قام نه، بلکې د یو ملت نوم دی دغه راز ددې کلمې سره په څنګ کې یوه بله کلمه کارول کیږي چې د پښتون په نامه یادیږي چې د یو قام نه بلکې یو ملت لپاره کارول کیږي.

د افغانستان شته ملتونه لکه: پښتون ،تاجک، هزاره ، ازبک ، ترکمن ، ایماق ، نورستاني او ددې وطن ډیری نور قامونه چې هر یو یې د افغان ملت په تشکیل کې ستره او مهمه برخه لري‌; خو پښتون بیا ددغه ملت له دغسې اجزاوو څخه نه دی بلکې ددغه ملت یو بل نوم دی چې د افغان کلمې سره مترادف ګڼل کيږي.

هر هغه څوک چې پښتون یو قام مني نو دا به په دې معنا وي چې هغه سړی د قام او ملت ترمنځ کوم توپير نه پيژني، ځکه چې د پښتون ملت په لمن کې غلجي او دراني هغه نومونه دي چې هر یوه ډېر لوی -لوی قامونه له ځانه سره په غېږ کې ځای کړي دي چې لمن یې د قام له نومه هم ډېره پراخه ده; نو پښتون خو هیڅکله دومره وړوکۍ کېدای نه شي چې زموږ د هېوادوالو په اصطلاح کې ورته څوک قام ووایي او څوک چې پښتون یو قام ګڼي لکه غټ سړی چې د ماشوم په وورني کې وتړي او د هغه په زانګو کې یې زنګوي.

پښتون هغه څوک دی چې په یوه هېواد کې نه دی ځای شوی ، بلکې په نړۍ کې دوه ستر هېوادونه افغانستان او پښتونستان پرې ‌ډک دي.

که دغومره مختلف قامونه لکه: (( سوري( زوري)، مومند ، ساپي ، اپريدي ، احمدزي ، توخي ، هوتک ، خروټي ، سالارزي ، اسحاقزي)) او داسې نور…… ملت ونه ګڼو او پښتون د ملت نوم ونه بولو، دا به داسې وي چې ډېرې لويې هستۍ ته په کمه ګورو، نو دا به ‌زموږ لویه ګناه وي.

د پښتون هر قام ډیرې څانګې او ډېر ښاخونه لري، هر – هر ځای پراته دي، ټول دغه واړه او ستر قومونه چې په افغانستان او پښتونستان کې ، هرات ، میمنې ، د بدخشان نه نیولې تر

کشمیره ، سند او بلوچستان پورې په غرونو ، ډاګونو ، ښارونو ، درو او ناوو کې مېشت دي چې په حساب کې يې شمېره تقریبا ملیونونه نفوسو ته رسیږي ، ټول د یو پښتون په نامه یادیږي.

دغه نوم دومره لوی دی چې څښتنانو یې د آمو او اباسیند پر غاړو ډیرې پرتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي، سره له دغه لویوالي که څوک پښتون د یو ملت نوم نه ګڼي او قوم یې بولي; نو غره ته به غونډۍ وايي او وطن ته به کلۍ.

پښتانه باید په دې پوه شي چې پښتون له قام او قبیلې نه ‌ډېر لوی دی ، دا نو دومره وړوکۍ او کوچنۍ هم نه دی لکه د هېواد په شمال کې دننه چې نن سبا ځینو داړه مارانو دا ګومان کړی چې پښتانه ډېر محدود دي او ډېر په کم نظر یې ورته کتلي، ضرور به داسې څوک پيدا شي چې د احمدشاه بابا ، شیر شاه سوري او سلطان محمود غزنوي تاریخ راژوندی کړي او په هېواد کې د مظلومو پښتنو اوښکې پاکې کړي.

(د لر او بر پښتنو د يو والي په هيله)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د