د اوپو دغه سمارټ فون ۸ ګیګابیټ رېم لري (تصویر)

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۵ل): اوپو هغه چینایۍ کمپنۍ ده چې توانیدلی د ځانګړو سمارټ فونونو وړاندې کولو سره په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شمیر کاروونکي جذب کړي.

دغه چینایۍ کمپنۍ غواړي د رېم او فایل ثبتونې ځانګړی وړتیا زیاتولو سره د نړۍ له مشهورو سمارټ فونونو سره رقابت وکړي او په خپل دغه کار کې بریالی شوی هم دی.

اوپو کمپنۍ اعلان کړی و چې غواړي خپل اوپو فاینډ ۹ (Oppo Find 9) نومې سمارټ فون وړاندې کړي. د دغې سمارټ فون افشا شوي ځانګړتیاوو پر بنسټ دغه سمارټ فون به ۴ ګیګابایټ رېم ولري.

خو په دې وروستیو کې داسې شواهد ترلاسه شوي چې دغه سمارټ فون به په دوه مختلفو ماډلونو کې وړاندې کیږي. یو ماډل به يي له ۸ ګیګابایټ رېم او ۱۲۸ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي.

اوپو فاینډ ۹ (Oppo Find 9) به ۵.۵ انچه QHD ډسپلې او ۲۵۶۰*۱۴۴۰ پکسله ریزلوشن ولري او سکرین يي په Super AMOLED ټکنالوژۍ سمبال شوی. د دغې سمارټ فون ټیټ ماډل به هم وړاندې کیږي چې یوازې فول ایچ ډي ریزلوشن به ولري. په دغو سمارټ فونونو کې د سنپ ډراګن ۸۲۱ یا مدیاتک ۶۷۵۵ ډوله ۸ هستې لروونکی پروسېسر ځای پر ځای شوی وي.

اوپو فاینډ ۹ (Oppo Find 9) د دواړو ماډلونو اصلي کامره ۲۱ میګاپکسله ده. د دغې سمارټ فون مخکینی کامره هم ۱۶ میګاپکسله ده او ۴۱۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د