شعـــــرونه

اختر ته! عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

اختره زخم مې تازه ده
لا مې دزخم نه دوینو څاڅکي ځینه

څوک چې خندا کړي هلته ورشه
دلته جنډې په مزارو باد رپوینه

دلته د چا هم جامې نشته
ماشوم یتیم مو ګریوان څیرې ګرځوینه

مور یې دقبر سرته ناسته
داختر ورځ په هدیره کې تیروینه

چامو زخمونه ټکور نکړل
زخمي وجود کې مو زخمونه جوړوینه

اختره مونږ نه خفه نشې
د ستا لمانځلو ته مو غم کله پریږدینه

هره کوڅه باندې که ورشې
په مخ به درشي یتیمان ببر سرونه

داختر شپه یې په قبرستان ده
مور یې ډیوې په مزارونو لګوینه

عاکفه ستا به څه اختر وي
دڅنګ ملګري دې تر خاورو لاندې شونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x