افغانستان

شيخ هبة الله: موږ په نظامي او سياسي دواړو ډګرونو کې د افغانستان د ازادۍ لپاره هڅې کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخونزاده په خپل اختريز پيغام کې د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور قيادي صلاحيتونه او جهادي فکر، عمل او ټينګ عزم يادونه کړې او ژمنه يې کړې، چې دی به هم د نوموړي پر پله ګام ږدي او پر ټولو هغو کسانو باور او اعتماد کوي، چې ملا اختر محمد منصور پرې باور کړی و.

د مولوي هبة الله اخونزاده له لوري په اختريز پيغام کې راغلي، چې د دوی موخه او هدف د الله تعالی پر ځمکه د اسلامي نظام نفاذ دی او د دې لپاره د دوی د پاڅون لومړني بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد او دويم مشر ملا اختر محمد منصور خپل ژوند وقف کړی او په دې لاره کې زرګونو مشرانو او عامو جنګياليو قرباني ورکړې ده.

د ملا اختر محمد منصور د ځای ناستي په توګه مولوي هبة الله اخونزاده ژمنه کړې، چې د هغه پر پله به روان وي، د طالبانو د تحريک ټولو موخو او ارمانونو ته به ژمن وي او د خپل مسلمان ولس د ارمانونو په پوره کولو کې به سستي نه کوي.

د طالبانو داخلي جوړښت په اړه وايي، چې تر ټولو مخکې بايد محاکم نور هم اصلاح شي، د بنديانو او ټپيانو د پوښتنې او درملنې لپاره يې پر خپلو اتباعو غږ کړی، چې بايد په دې اړه هېڅ ډول کمزوري او سستي ونه کړي. د ښځو د شرعي حقونو، بې وزلو، کونډو او يتيمانو د مرستو او لاسنيوي لپاره يې خپل پلويان او خواخوږي هڅولي دي او په خپله يې هم ژمنه کړې، چې د يادو موضوعاتو په اړه هېڅ ډول سستي نه کوي.

د طالبانو د رسمي پاليسي په اړه وايي، چې «د اسلامي امارت د موجوده پالیسي په اړه باید واضح کړم چې اسلامي امارت  د نظامي او سیاسي دواړو برخو لپاره واضحه تګلاره لري، اسلامي امارت باور لري چې افغانستان  د یرغلګرو لخوا  اشغال دی او د یرغلګرو د ایستلو په مقصد جهاد فرض دی .

 

اما  اسلامي امارت د اشغال د خاتمې، د خپلواک او یوموټی هیواد او په هیواد کې د یوه سپیڅلي اسلامي نظام د رامنځته کیدو لپاره واضحه سیاسي تګلاره هم لري چې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لورې نړیوالو او هیوادوالو ته  توضیح شوې او همداشان  به  د افغانستان د مسئلې د حل لپاره  خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .»

امريکا، نړيوالې ټولنې او د هغوی افغان پلويانو ته د طالبانو مشر په څرګنده توګه وايي، چې افغان ولس ستاسې د زور او سختو پر وړاندې هېڅ وېره نه لري، «افغانان هېڅ بهرنی يرغلګر پر خپله خاوره نه شی زغملی او تاسې، چې څومره زموږ پر هېوادوالو ظلمونه کوئ، همدومره به درسره د افغانانو کرکه او نفرت زياتيږي او د افغانانو حوصله به هېڅکله کمزورې نه شي.»

شيخ هبة الله امريکايانو ته  د اشغالګرو په نوم خطاب کې وايي، چې دوی بايد افغانستان کې د زور ازمايلو لړۍ پای ته ورسوي، د حقايقو په درک کولو خپل «اشغال» ته د پای ټکی کېږدي او يادونه کوي، چې د امريکايي ايتلاف جګړه او دښمني له يوې ډلې يا ګروپ سره نه، بلکې له ټول افغان ولس سره ده او د بې ځايه زور ازمويلو پر ځای دې، د روان اشغال د پای ته رسولو لپاره يوه معقوله لاره وسنجوي.

د طالبانو مشر پر افغان حکومت او امنيتي ځواکونو غږ کړی، چې تېرو پنځلسو کالو کې تاسې ته څرګنده شوه، چې تاسې د امريکا د غوښتنو او ګټو لپاره قرباني کيږئ او تاريخ ته په کتو د امريکا ملاتړي او پلويان به هم د روس او انګريز د غلامانو په څېر «شرمنده وي.»

د واک او قدرت په اړه د طالبانو مشر ټينګار کړی، چې دوی د قدرت په اړه انحصاري فکر نه لري. د نوموړي په وينا د افغانستان ټول قومونه او پرګنې يو بل ته اړتيا لري، ټول د يو هېواد غړي دي او ټول بايد په ګډه د اسلامي نظام د قيام لپاره هڅې وکړي او زياتوي، چې د دوی اصل دا دی، چې کار بايد اهل کار ته وسپارل شي او له ټول ولس څخه يې غوښتنه کړې، چې «راځئ په ګډه د اشغال د خاتمې او د هیواد د خپلواکي او آبادي لپاره ملا وتړو»

په پيغام کې د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه شوې، چې د امريکايي «اشغال» پر وړاندې د افغان ولس د مقاومت ملاتړ وکړي.

د طالبانو مشر د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ته په خپل پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې د امريکايانو اشغال د ټولې سيمې لپاره ګواښ او امنيتي ستونزې راپورته کړي او د سيمې له ګاونډيانو يې غوښتنه کړې، چې  د امريکايي اشغال مخالفت وکړي او يا هم لږ تر لږه  داسې کارونه ونه کړي، چې د امريکايانو په ګټه وي.

په پيغام کې د رسنيو له لوري هغو خبرو ته اشاره شوې، چې د طالبانو جګړې او مقاومت پاکستان، ايران او يا هم نورو هېوادونو ته منسوبوي، د طالبانو مشر وايي، چې افغانان پوهېږي، چې هېواد يې د بهرنيانو له لوري اشغال شوی، د امريکا او ناټو پوځيان دلته خلک وژني او د بهرنيو عسکرو شتون په خپله د طالبانو د حقانيت او مقاومت لپاره څرګند دليل دی.

شيخ هبة الله اخونزاده، له ټولو علماوو، پوهانو، قلموالو، قومي مشرانو او ملي سوداګرو غوښتنه کړې، چې د امريکا پر ضد روان مقاومت ته بايد يوازې د اسلام او شريعت له نظره وکتل شي او له همدې لارې خپل شرعي مسووليت پوره کړي او د طالبانو ملاتړ وکړي.

د پيغام په پای يې پر خپلو پلويانو او جنګياليو غږ کړی، چې خپل نيتونه سم کړي، له هر ډول شهرت او نوم جوړونې ځانونه وساتي، له ولس سره ښه رويه خپله کړي او د عام المنفعه ځايونو، لکه روغتونونو، مدرسو، ښوونځيو، پلونو، د اوبو بندونو او نورو ټول ګټو ځايونو په ساتنه او ژغورنه کې مرسته وکړي او د خپل ولس له ځورولو ځانونه وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x