نظــر

د ننګرهار د جهادی افقه یو بل ځلانده ستوری پریوت

رشید حبيب زی

د دینی علومو نومیالی عالم د زرګونو طالبانو استاذ مشهور جهادی شخصیت استاذ العلماء والمجاهدین قاری سید مراد زاهدی تقبله الله د اسلام او او هېواد ابدی دښمنانو لخوا د روژی مبارکی میاشتی په درویشتم < ۲۳> مازدیګر هغه مهال په شهادت ورسید چې جومات څخه کور ته پر لاره وه روح دی ښاد او یاد دی تل وی
قاری سید مراد زاهدی د مرحوم لالا جان زوئ له نن څخه ۴۸ کاله دمخه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالئ شعيب کلي کې دنیا ته سترګی وغړولی د قران شریف حفظ او لومړنۍ زده کړی يې د خپل کور څخه پیل او د کلی په جامع جومات کې بشپړی کړلی چې کله د روسی ښکیلاک ظلم او وحشت په ګران هېواد کې توره شپه جوړه کړه او دافغانانو اسلامی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړ نو د اسلامی روحيی ژوندئ ساتلو په منظور د نورو کلی والو په څیر د قاری صاحب مرحوم کورنئ هم ګاونډی هېواد پاکستان ته هجرت وکړ .

له وړوکوالی څخه د مرحوم قاری صیب عادات و اطوارو دا جوتوله چې ښاغلی به د راتلونکی یو نامتو علمی او جهادی څیره جوړیږی هماغه وه چې د هجرت په دیار کې يې د بېلا بېلو مدرسو څخه لوړی زده کړی وکړی چې با لاخره يې د ستر عالم شيخ القران والحدیث مولانا حسن جان شهيد څخه د حديثولويه دوره بشپړه کړه او په ډیر کم وخت کې د علمی نړئ د لمر په څیر وځلید.

دا نو هغه ورځي شپی وي چې سرو لښکرو د ګران هيواد کاڼي او بوټي د مظلومو افغانانو په وينو سره کړی وه روسانو د هټلر په قدم پل ايښي وه او د بي وزله افغانانو د اجسادو څخه يې ديوالونه جوړول په دغسي وحشي حالاتو کې فاري صيب مرحوم ته خپل اسلامي او افغاني غيرت په کور د ناستي اجازه ورنه کړه هماغه وه چې د خپل بابا توره يې وتړله او د ظلم خلاف يې د مرحړم مولوي محمد يونس خالص بابا تر قيادت لاندي په عملي جهاد لاس پوري کړ او تر هغي ورځي په دي ډګر پاتي شو چې د طالبانو اسلامي تحریک ظهور وکه او په هيواد کې يې سپین اسلامي شريعت نافذ که .

سپین اسلامي شريعت ، امن و امان ، ظلم له منځه وړل او هيواد والو د جان او مال خوندي کيدل د افغانانو ستر ارمان وه چې اسلامي امارت په داسي احسنه او کامله معنی پوره کړ چې تاريخ کې يې ساري نه ليدل کیږي دا چې اسلامي امارت د غم ځپلو افغانانو د هيلو ترجمان شو نو قاري صيب مرحوم هم اسلام او هېواد ته د خدمت په تکل ورسره مل او د څلورمي حوزی د مسؤل په حيث يې د اسلامي امارت تر قيامه خپل ملي اواسلامي مسؤليت اداء کړ

د ۹ ستمبر څخه پس چې کله وحشي امريکایانو په ګران هېواد يرغل راوړ اسلامي امارت يې ړنګ که او د هېواد هر هغه وګړي يې د زندان تورو تمبو شاته واچو چې د طالب او ملا نوم یې لاره په همدی سلسله کې يې د قاري صيب مرحوم په کور هم چاپه واچوله او ځان سره يې د باګرام وحشي او کرغيړن زندان ته انتفال که پس له يو کال اسارته چي الله آزادي ورکړه نو ده هم باقي پاتي ژوند د الله لاري ته وقف که بېلا بيلو مدرسو کې يې د درس تدريس ترڅنګ د احیاءالعلوم جامعي د بنسټ ډبره کيښوده همدلته يې د وړی دوری کتابونه تدریس او هم مهاله يې يو وار بیا د اسلامي امارت تر روښانه چتر لاندي په جهادي مبارزه لاس پوري که .

دا چې قاري صيب د لوړ استعداد او بی شميره کمالاتو مالک وه پخه تجربه او روښانه سابقه يې لرله همدا لامل شو چې د اسلامی امارت له لوری د ننګرهار ولایت د نظامي کمیسیون غړي او د اسخباراتو معاون وټاکل شو چې د ژوند تر اخرۍ ورځی په همدی علمي او جهادي منصب پاتی شو او بیشمیره شاګردان يې د صدقه جاریه په حیث پریښودل . ( روح دي ښاد او ياد دي تل وي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م ص

اللهم تقبل شهادته!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x