نړۍ

د بنګلادیش هوټل برید د ۶ بریدګرو په وژنې پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د بنګلادیش په دیپلوماتیکه سیمه کې پروت په یوه مشهور هوټل کې «ترهګرو» ۲۰ یرغمل کسان او امنیتي ځواکونو۶ بریدګر وژلي دي.

رویټرز خبري اژانس د بنګلادیش د پوځ یو افسر بریدجنرال نعیم اشرف له قوله لیکلي چې بریدګرو یرغمل کسان په ډيرې بې دردۍ سره وژلي دي. هغه د وژل شوو کسانو د تابعیت په اړه تفصیل نه دی ورکړی.

نوموړي زیاته کړه چې په هوټل برید کې یرغمل شوي ۱۳ کسان یې ژغورلي چې له منځه یې ۱ جاپانی او ۲ سري لنکایان دي.

تر دې وړاندې د بنګلادیش د پوځ ویاند ډګروال راشدالحق فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي وو چې عملیات پای ته رسېدلي او حالات تر کنترول لاندې دی.

د بنګلادیش پلازمېنې ډاکې په ديپلوماتیکه سیمه کې پروت په یوه مشهور هوټل باندې وسله‌والو کسان برید وکړ او په هوټل کې ټول کسان یې یرغمل ونیول، وروسته پولیسو د یرغمل شوو کسانو د ژغورولو لپاره عملیات پیل کړل.

بنګلاديشي رسنۍ وايي، چې «هولې کيفې» په خوندي ډيپلوماتيکه سيمه کې ده، چې د بهرنيو ډيپلوماتانو ترڅنګ د متوسط عايد لرونکي هېوادوال هم ورځي.

د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی او د ۲۴ کسانو د وژلو دعوه یې کړې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x