د غاښونو درد لپاره اسانه او ارزانه نسخه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د غاښونو درد یو له عامو ناروغیو څخه دی چې انسان له اندازې زیات ځوروي خو انسان کولی شي په اسانۍ سره يي درمل کړي.

د خپل ښه بوي له امله ځانګړی شهرت لروونکی بوټی لونګ چې د خوړو خوند زیاتولو لپاره هم کارول کیږي د غاښونو درد له منځه وړلو سربیره د یو شمیر نورو ناروغیو لپاره هم ډیر ګټور دی.

د لونګو اصلي مواد یوجینول (یو بې رنګه او ښه بوي لروونکی غوړ مرکب دی) د بې حسه کولو او درد له منځه وړلو خاصیت لري. دغه مواد د درد لامل کیدوونکي میکروبونه او مواد له منځه وړي.

د لونګو اثر په پنځو دقیقو کې پیل او د ۱۵ دقیقو لپاره پاتې کیږي.

د یوې څیړنې پر بنسټ د لونګو تیل د غاښونو درد لپاره د درد پیچکارۍ په اندازه اغیز لري په داسې حال کې چې د بې حسه کولو خاصیت پر بنسټ دغه تیل د وریو مختلفو ناروغیو لپاره هم ګټور دی.

لونګ د درد ارامولو لپاره باید څنګه وکارول شي؟

د سر درد لپاره د لونګ یوه اندازه تیل په ورغوي کې واچوئ او په ځانګړې فشار سره شقیقو ته پرې مالش ورکړئ. د غاښونو درد لپاره لونګ وژوئ یا د تیل یو څاڅکی په ناروغه برخه واچوئ.

احتیاطي تدابیر

د لونګ تیل که چیرې هضم نشي نو مضر هم ثابتیدی شي. پر پوټکي يي استعمال د خارښ لامل هم ګرځي. د حمل یا ماشومانو ته شیدې ورکوونکي میندې باید لونګ ونه کاروي او یا په داسې حالاتو کې له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.