افغانستان

کونړ او چترال کې سېلابونو ۴۳ کسان مړه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۵ل):  کونړ کې سېلابونو د څلورو نجونو په ګډون ۱۲ تنه مړه کړي دي.

د کونړ امنيتي مسوولين وايي، چې تېره ورځ د يوې کورنۍ څلور نجونې د څوکۍ ولسوالۍ په اړوند سيند کې لمبېدې، چې اوبو غرقې کړې.

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل رسنيو ته وويل، چې د دغه ولايت په شمالي برخو کې سېلابونو د يوې ماشومې په ګډون اته تنه نور وړي او نن سهار يې مړي موندل شوي دي.

همدا رنګه کونړ ته څېرمه د خيبرپښتونخوا په چترال کې هم پرله پسې ورښتونو او سېلابونو لږ تر لږه ۳۱ تنه مړه کړي او په سيمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د چترال په ارسون سيمه کې د دوه ساعته پرله پسې ورښتونو له امله سېلابونه راغلل، يو جومات، د امنيتي ځواکونو پوسته او ګڼ کورونه يې نړولي دي.

د چترال مرستيال کمشنر اسامه وړايچ رسنيو ته ويلي، چې د سېلابونو له امله تر اوسه ۳۱ تنه مړه شوي، چې د اتو تنو مړي اوبو کونړ ته وړي وو او له هغه ځايه موندل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې سېلابونو د امنيتي ځواکونو يوه پوسته هم ځان سره وړې، چې اته پوليس په کې تر اوسه ورک دي او څلور نور ټپيان دي.

مرستيال کمشنر زياتوي، چې په سيمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او طبعي پېښو سره د مبارزې اداره هڅه کوي، چې خلک خوندي سيمو ته ولېږدوي او زيانمنو کسانو سره مرستې وکړي.

د ارسون سيمې يو اوسېدونکي امير الله رسنيو ته وويل د سېلاب اوبه جومات ته ننوتې، لس لمونځ کوونکي يې له ځان سره يووړل او شل تنه نور يې ټپيان کړل.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک ويلي، چې په سېلاب کې د وژل شوو کورنيو سره به درې درې لکه روپۍ مرسته کوي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په کونړ کې د سېلابونو له امله د مړو شوو کسانو کورنيو سره د مرستو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x