د دیني مفهوم په اړه زموږ ستونزې او د تجديد اړتيا

احمدالله احمدزی

قاضي محمد امين رحمه الله زموږ استاد و، ډېر جامع عالم و، د خپل ژوند شاوخوا پنځوس کاله يې د ديني علومو او فنونو په درس او تدريس کې تېر کړي وو. د افغانستان او پاکستان ډېری علما د قاضي صیب د شاګردۍ شرف لري، زموږ په علمي حلقو کې هر طالب العلم په خپل وخت کې هڅه کړې، چې له قاضي صيب څخه درسونه ووايي، قاضي صیب او د ده يو بل ملګری سيد قريش مولانا صیب، د څلورو لسيزو ملګري وو، دوی دواړه به، چې په کومه مدرسه کې وو، د لرې لرې سيمو شاګردانو به هڅه کوله، چې دغې مدرسې ته ځانونه ورسوي.

په يو کتاب کې به ورته له درې سوو، تر څلور سوو پورې شاګردان ناست وو. په مروجه علومو کې دومره برلاسی و، چې د ټولو په اتفاق يې ساری نه و.

ډېر وخت به داسې هم پېښېدل، چې طالبان به له مدرسو فارغ شول او بيا به يې قاضي صیب سره د درس، تدريس او شاګردانو سره د تعامل زده کولو په موخه يو کال دوه تېرول.

يوه ورځ قاضي صيب د تل په څېر شاګردانو ته نصيحت کاو، چې ګورئ تاسې خو ما پسې ليکلي، چې علامه، جامع المعقول والمنقول او داسې نور… خو راځئ تاسې فکر وکړئ، چې ستاسې د دې علامه (خپل ځان يې ښوده) څومره معلومات دي، زر، يو لک، دوه لکه، پنځه لکه، لس لکه، شل لکه يو ميليون؟

قاضي صیب به ويل، چې فرض کړئ، ستاسې د دې علامه يو ميليون معلومات دي، نو مجهولات (هغه شيان چې ورته معلوم نه دي)يې څومره دي؟

قاضي صیب به بيا ځواب ورکړ، چې د هر انسان مجهولات بې شمېره دي او معلومات يې محدود دي، نو دې وخت کې چا ته علامة الزمان، جامع العلوم او داسې القاب کارول د علم او انسانيت خلاف دي.

د قاضي صیب رحمه الله دا خبرې مې د دې لپاره يادې کړې، چې زموږ په ټولنه کې د علم او عقيدت يو ډول عادتونه دي، چې د حقيقت خلاف دي.

د يو انسان دومره صفت کوو، چې د صفت کوونکي د ګمراهۍ لامل کيږي او زموږ خپله عقيده هم پرې خرابيږي.

که يو چا سره ستا عقيدت وي، دغه عقيدت بايد يوه اندازه ولري، عقيدت بايد له حقيقته لوړ نه وي.

بيګا زموږ د دوستانو په جومات کې د تراوو ختم و، زه يې هم غوښتی وم، ګورم، چې ملا صیب، چې يوې خاصې ډلې سره يې اړيکه وه، د همدې ډلې يو عالم يې راغوښتی و، دغه عالم زه هم پېژنم، چې رښتيا هم تکړه او غښتلی عالم دی، خو دومره صفتونه، چې جامع المعقول والمنقول، نابغه عصر، فلان و فلان وفلان، چې د دغو خبرو په اورېدو شرمېدم او پورته مې نه شو کتلی.

موږ ډېر وخت د يو چا صفتونه کوو، خو خپل الفاظ نه تلو. جامع المعقول والمنقول خو دا معنا لري، چې دا موصوف په ټولو منقوله علومو، په قرانکريم او ټولو احاديثو کامل عبور لري او ورسره، چې کوم معقول علوم دي، پر دې هم کامل عبور او برلاسی لري او هېڅ علم د ده ګرفت نه د باندې نه دی، نو تاسې په خپله فکر وکړئ، راځئ، لږ په خپل ګرېوان کې وګورو، چې داسې عالم به نو چېرته وي په دنيا کې؟

د انسان او په ځانګړې توګه د پوه خلکو او علماوو بريا په عاجزۍ کې ده، څرنګه يې پر ځای سپکاوی نه لوريږي او په مقابل کې يې راپورته کيږي، بايد د بې ځايه ستاينو په اړه هم د قاضي صیب رحمه الله په څېر کلکه خبره وکړي او خپل مينه وال او خواخوږي له دغه ډول څرګندونو منعه کړي.

اوس خو موږ وينو، چې زموږ مشران او رښتيني علما ورځ تر بلې له دې فاني دنيا روان دي، هغه علما، چې قول او فعل يې د شريعت پر اساس وي، ژوند يې د قرانکريم عملي نمونه وي او موږ داسې خلکو ته پاتې يو، چې يوازې د لفاظۍ او ظاهري لباس تر حده د علم دعوه کولای شي او په رښتينې معنا له علم سره ډېر واټن لري، البته استثنا په کې شته، خو بدبختانه موږ له سخت علمي قحط سره مخ يو.

سيد قريش مولانا صیب د قاضي صيب مشر ملګری او د ډېرو علماوو استاد و، ويل به يې، چې «موږ خو علما نه يو، بلکې اصلي علماء مړه شوي او خلک اوس موږ ته له مجبورۍ عالمان وايي.»

يوه بله ستونزه زموږ په ټولنه کې دا هم ده، چې جوماتونه او عبادتونه مو د شريعت پر ځای د خپل نفس او خواهشاتو مطابق وي او دا کار نو څومره خطرناک دی، تاسې په خپله فکر وکړئ.

په ديني مراسمو، ختمونو، تراويحو او نورو دغسې مذهبي غونډو کې د نعتونو په نوم داسې انداز کې خلک او ځوانان منظوم کلامونه وايي، چې انداز يې د سندرو وي او د جومات له تقدس سره منافي وي.

زموږ په ټولنه، چې مسلمانان او دين ته منسوب خلک ګورې، نو ته به پوهېږې، چې دا کومې ډلې ته منسوب دي.

پرون چې جومات ته ننوتم، نو ګورم، چې محراب شاوخوا کې داسې خلک ولاړ دي، چې کلک تاو شوي پټکي يې په رنګينو خولۍ ګانو پر سر دي، چې د يوې ځانګړې ډلې خپله نښه ده.

ځينې مسلمانان به د ښځو غوندې  سپين دسمال د دې لپاره پر سروي، چې يوې ځانګړې ډلې ته ځان منسوب وښيي، ځينې يې بريتونه په پاکي ووهي، دوه شملې پرېږدي، چې يوې بلې ځانګړې ډلې ته ځان منسوب کړي او دغسې نور هم او هر يو تر ډېره خپل ځان مسلمان او مخالف بل شی بولي، حتا د قرانکريم د تلاوت انداز د ځينو ډلو دومره جلا دی، چې د قرانکريم د تلاوت د حقوقو مخالف وي او دی د دې لپاره دغه ډول تلاوت کوي، چې ځانګړې ډلې ته منسوب وي.

زموږ د ټولنې يو بل غم دا دی، چې چا پر توحيد قبضه کړې، له خپلې ډلې پرته ورته څوک مسلمان نه ښکاري، چا پر پيغمبر دعوه کړې او خپل يې بولي او د شرک تر حده د پيغمبر عليه السلام په شان کې عقيدت وړاندې کوي، چې دا کار د شريعت له اصلي روح سره په ټکر دی.

ځينې يې په اهل بيتو خپل ايمان تازه کوي او له نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم سره بيا دښمني کوي او ځينې يې يوازې د صحابه کرامو دفاع اصلي دين بولي او نور دين ترې پاتې وي.

دين جامع دی، د ټولو اوامرو پالونکي او له نواهيو ساتونکی انسان مسلمان دی، يوه ورځ استاد حامد افغان صيب ليکلي و، چې د اسلام په اولو وختونو کې به يو سړی يوازې مسلمان و او په دې مسلمان کې به د اسلام ټول شرطونه پوره وو، په مسلمانانو کې وېش او تقسيم نه و. اوس چې موږ ګورو مسلمانانو ځانونه په يو ډول حلقو کې راتنګ کړي، چې دا کار په خپله د دې ښکارندوی دی، چې له دې سړي د اسلام نور امرونه پاتې دي، په عين حال کې دا سړی د يوې ځانګړې تربيې او چاپېريال له امله له ځانه پرته د بل مسلمان د زغملو توان نه لري.

د دين د تجديد اړتيا

تجديد خو په اوس زمانه يوه غربي مفکوره ده، چې وايي، اسلامي شريعت کې هم بايد د مسيحيت په څېر ريفورمونه «د خلکو له غوښتنې سره سم اصلاحات»وشي، مګر دا فکر هېڅکله د يوې ثانيې لپاره هم د منلو وړ نه دی.

ابو داود په خپل کتاب کې له ابو هريره رضي الله عنه صحيح حديث رانقل کړی دی. « إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا » الله تعالی د هرې پېړۍ په سر کې داسې څوک رالېږي، چې دې امت لپاره د دوی دين تجديد کړي. من يجدد کې علما کرام فرمايي، چې دا مجدد يو تن هم کېدای شي او د ګڼو علماوو ټولنه هم کېدای شي.

دا مجدد کله د علم په ډګر کې وي، کله د جهاد او کله د سياست. د علماوو اتفاق پر دې دی، چې د دوهمې هجري پېړۍ جامع مجدد عمر بن عبدالعزيز رحمه الله و، چې په علم، جهاد، سياست او هر ډګر کې يې تجديد راوستی و.

دوکتور طه جابر العلواني وايي، چې اوس موږ د خپل دين تجديد ته اړتيا لرو او تجديد په دې معنا، چې موږ بايد يو ځل بيا دين په هغه مفهوم وپېژنو، کوم، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو اصحابو کرامو او هغوی بيا تابعينو او تبع تابعينو ته ښودلی و.

امام مالک رحمه الله فرمايي: دا امت تر هغو نه شي بريالی کېدای تر څو يې په هغه څه په کامله توګه عمل نه وي کړی، چې په کوم شي د دې امت لومړني خلک بريالي شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د