روغتیا

داوبو، هوا، غذا او خوب پرته څومره ژوندي پاتې کېدلای شو؟

ژباړه: افضل محمد وقار

که څه هم انسان کولای شي دسخترینو غرونو او کړنګونو څخه عبور وکړي او په سختو او بې رحمه دښتو او بیابانونو کې ژوند وکړي ،خو سره له دې بیا هم دانسان ژوند ډېر نازک دی،تر دې چې دژوند لومړنیو ضرورتونو لکه اوبه ،هوا او حتی خوب ته نه لاس رسی انسان له پښو غورځولای شي.

اوبه، هوا، غذا او خوب دانسان دلومړنیو ضروریاتو له جملې څخه دي،دلته زمونږ اصل موضوع هم داده چې پوه شو یو انسان تر څومره وخته پورې د پورتنیو شیانو په نشت کې ژوند ته ادامه ورکولای شي؟

دبشر دتجاربواو څېړنو په اساس دا موضوع مطلقا ثابت حالت نلري ،بلکه ثبت شوي پېښې ښایې چې مختلفو کسانو لپاره بېل بېل نتایج لري. دتېرو ثبت شویو پېښو په نظر کې نیولو سره کولای شو هریو په لاندې ډول واضخ کړو.

۱) له هوا پرته ( داکسېجن پرتهwith out oxigen):

په عموم صورت یو انسان کولای شي تر درو دقېقو داکسېجن پرته ژوند ته ادامه ورکړي،تر درو دقېقو وراخوا ساه بندېدل ،خطرناکې پایلې لرلای شي،یا هم دمرګ سبب کېدلای شي، او یا یې هم دماغو ته کلک اسیب رسیږي ،او ممکن ددماغي سېستم توازون ګډوډ کړي.

خوپه استثنایې شکل داسې انسانان هم شاید شتون ولري چې دپورته وخت زیاته خپله ساه بنده کړي،تردې چې په ۲۰۰۹م کال کې اسټفان میسفاد وکولای شول په اوبو کې ۱۱ دقېقې او ۳۵ ثانیې ساه بنده کړي،خو دا ريکار‌ ډ په ۲۰۱۲م کال تام سیتاس په واسطه مات شو،نوموړي لومړی دزیات اکسېجن په اخیستو وکولای شول۲۲ دقېقې او ۲۲ ثانیې په اوبو کې ساه بنده کړي او یو نوی ريکارډ جوړ کړي.

۲) له اوبو پرته with out water:

په عمومي صورت څېړنې ښایې چې تر درو ورځو داوبو نه څښاک انسان مرګ ته رسوي،اما په دې اړه نتایج بیا هم فرق لري،ځکه دانسان وجود هغه اندازه اوبو ته ضرورت لري چې دانسان دبدن داوبو توازون برابر کړي.اوبه دبدن څخه دډول ډول عواملو په اساس کموالی کوي لکه تعریق،تبخیر، مستقیما دفع کول او نور … .

سخت فعالیت اوشرایط داوبو ضیاع هم زیاتوي،لکه دګرم لمر لاندې یو ساعت ناستی ،دبدن څخه د۱،۵ لېتره اوبو دتعریق سبب کېدلای شي،او که همداسې پاتې شي ممکن په ورځ او یا له دې کم وخت کې ژوند له لاسه ورکړي.

خو په یو معتدل مخیط کې یو انسان تر هفتې یا اووه ورځو هم ژوندی پاتې کېدلای شي.پلیس اسټرالوی په ۱۹۷۹م کال تر ۱۸ ورځو پورې پرته داوبو څښلو په زندان کې ژوندی پاتې شو

۳) له خوړو پرته with out food :

انسان کولای شي نسبت تېرو دوه خالاتو ته داوږدې مودې لپاره دغذا پرته ژوند ته ادامه ورکړي،او دلته دوه موارد شته: یو دا چې انسان داسې تکامل کړی چې دغذا دنشتون یا کمښت سره ښه مبارزه کولای شي،دوهم دا چې دا کار داخلاقي زاویې له اړخه هم مهم دی.ځکه دخواړو اعتصاب په نړی کې دمطلوباتو او خقوقو دلاسته راوړلو لپاره یوه ښه لار ده.

لکه د ۲۱ ورځو لپاره دهند دازادی اتل مهاتما ګاندي دخواړو اعتصاب،خو دتاریخ تر ټولو اوږد دخواړو اعتصاب په ۱۹۲۰ مېلادي کال کې دیو ایرلندي زنداني ترنس مکسویني په واسطه ترسره شوچې ۷۴ ورځې یې دوام وکړاو په پای کې دده په مرګ پای ته ورسېده.

۴) دخوب نشتون with out sleep :

خوب هم دانسان دحیاتي ضروریاتو له جملې څخه شمېرل کيږي ،چې داوامداره خوب نه کول دانسان ددماغو دفرسوده او متلاشي کېدو سبب ګرځي.

ګارنررکوردار هغه کس دی چې دبې خوبه کېدو ريکارډ له ځان سره لري نوموړی۱۹۶۵م کال هغه مهال چې اوولس کلن وه،په یوه ازمایښت کې تر ګډون وروسته ۲۶۴ ساعته (۱۱ ورځې) ویښ پاتې شو.څوک چې دبې خوبه کېدو په مرض اخته دي،ددرملنې به نه کولو سره یې دماغي سېستم او عقلي کمښت سره مخ کېدلای شي.دا چې ولې انسان خوب ته اړتیا او ضرورت لري تر اوسه دقېقه معلومه نده ،خو دومره ویلای شو چې دانسان ددماغي سکون او ارام سبب کېږي.هغه چې وایې:

دخوب نه کول به درته ګران تمام شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x