د طالبانو مشر د ملي یووالي حکومت چارواکو ته هم د جګړې په ځای د جګړې پریښودلو ، له خپل ولس سره د دریدلو او هیواد ابادولو وړاندیز کړی.

د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې د پام وړ ټکي

تیره ورځ کورنیو او بهرنیو رسنیو د طالبانو د مشرمولوي هبة الله د کمکي اختر په مناسبت د خپاره کړي پیغام ځینې برخې منعکسې کړې. 
یاد پیغام چې په حقیقت کې د طالبانو د پوځي او سیاسي تګلارې ځینې مهم فکتورونه ورکي ترسیم شوي طالبانو ته په توجیهي لارښونو سربیره بهرنیانو په تیره امریکایانو او نړیوالې ټولنې ته هم یو لړ وړاندیزونه شوي او له هغوی غوښتل شوي چې په افغانستاان کې د جګړیزه فعالیتونو د غزولو پرځای د حل پریوه معقوله تګلاره غور وکړي.


د طالبانو مشر له بهرنیانو او نړیوالې ټولنې سره د تفاهم د جارې ساتلو لپاره په قطر کې د خپل د فتر او د هغوي د فعالیت یادونه کړې چې یاد دفتر له نړیوالو سره د تماس په خاطر ایجاد شوی او د افغانستان د لانجې د حل لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.


د طالبانو مشر د ملي یووالي حکومت چارواکو ته هم د جګړې په ځای د جګړې پریښودلو ، له خپل ولس سره د دریدلو او هیواد ابادولو وړاندیز کړی.


سره له دې چې د طالبانو د مشر په صفت د ټاکل کیدو پرمهال غربي مطبوعاتو او امریکايي چارواکو مولوي هبة الله د یوه سخت دریځي طالب مشر په صفت نوماوه خو د نوموړي په اختریز پیغام کې ټول ترکیز په توجیهي لارښوونو، د جګړې د خاتمې لپاره په مثبتو وړاندیزونو، د عام المنفعه تأسیساتو په رغولو، له ولسي خلګو سره په ښه تعامل باندې شوی دی.


که امریکایان ، نړیواله ټولنه او ملي یووالي حکومت ریښتیاهم په افغانستان کې د جګړې په ځای سولې او ثبات ته تمایل ولري نو د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې د پاموړ ډیر داسې ټکی شته چې د جانبینو لخوا یې په رعایت کولو سره عملا په افغانستان کې د جګړې خاتمې او د سولې تأمین ته زمینه مساعده کیدای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د