افغانستان

قومي مشران: جنرال دوستم په سرپل کې د پښتنو پر ضد عمليات کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د سرپل اوسېدونکي وايي، چې د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم په فارياب او سرپل کې د پښتنو پر ضد عمليات کوي او په دغو عملياتو کې يې ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جنرال دوستم له تېرې اوږدې مودې راهيسې په فارياب او سرپل کې د مخالفينو پر ضد د جګړې په نوم عمليات پيل کړي، مګر ځايي خلک وايي، چې نوموړی د طالبانو پر ضد نه، بلکې د ځايي پښتنو پر ضد عمليات کوي.

د سرپل يو شمېر قومي مشران نن په کابل کې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينر محمد خان ته ورغلي وو او له نوموړي يې وغوښتل، چې سرپل او فارياب کې د پښتنو پر ضد د دوستم د خپلسرو عملياتو مخنيوی وکړي.

د سرپل د قومي مشرانو څخه د محمد هاشم اسحاقزي په نوم يو تن انجينر محمد خان سره له ليدو وروسته کابل کې رسنيو ته وويل، چې په سرپل کې پښتانه ژوندي ورکيږي، د دوستم ملېشې د پښتنو قومي مشران ژوندي نيسي يا يې د طالب په نوم وژني.

د حشمت په نوم يو بل قومي مشر وويل، چې دی د سرپل د جعفر اباد اوسېدونکی دی، د ولسمشر دويم مرستيال په سرپل کې خپلسرې ملېشې جوړي کړي، د کمال او پاينده په نومونو د دوستم قوماندان په سيمه کې د پښتنو پر ضد له هېڅ ډول تاوتريخوالي او ظلمونو لاس نه اخلي، د ولسي خلکو پر کورونو د درنو وسلو ډزې کوي او رسنيو ته يې بلنه ورکړه، چې دوی کولای شي، چې د دوستمي ملېشو له لوري ويجاړې شوې ودانۍ په خپله وګوري.

دغو مشرانو وويل، چې دا هم شونې ده، چې خپلو کورونو ته له ستنېدو وروسته د دوستم ملېشې دوی ووژني.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د خلکو شکايتونه واورېدل او زياته يې کړه، چې دا ظلمونه جنرال دوستم نه، بلکې په دغو ولايتونو کې خپلسرې ملېشې کوي او قومي مشرانو ته يې ډاډ ورکړ، چې دی به په دې اړه له ولسمشر او اجرائيه رييس سره خامخا خبره کوي او د دغو ظلمونو د مخنيوي لپاره به جدي ګامونه پورته کړي.

وړمه ورځ د فارياب پښتونکوټ او نورو سيمو قومي مشرانو هم رسنيو ته ويلي وو، چې دوستم څه د پاسه اويا تنه سپين ږيري، ځوانان او ښځې وژلي، له درې سوو زيات يې بنديان کړي او د ګڼو پښتنو کورونه يې نړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط الله سبحان وتعالی دي د ټولو مظلومانو په داد ورسيږي . او دمظلومانو انتقام دي الله جل جلاله په خپله له دې ظالمانو او جانيانو څخه په خپله واخلي. او انشاالله چي اخلي يي. زموږ مظلوم ولس دي په دي پوه وي ، چي جمهورريس ، اجراييه ريس ، د جمهورريس مرستيالان ، د اجراييه ريس مرستيالان ، د امنيت شورای او ريس ، وزيران ، ملي شورای ، سنا ، واليان ، د اردو او پوليسو جنرالان …. دا ټوله د يوې تختې دانې دي . اودا ټوله دخاص هدف د ترسره کولو لپاره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x