شعـــــرونه

څراغ مړکه / الهام

تور ماښام دی زه یم ته یې څراغ مړکه
زه پتنګ یم ته ډیوه یې څراغ مړکه

پلو نیسي ستا د مخ د وړانګو مخه
تر څراغ ته ښا ایسته یې څراغ مړکه

د ټپې جواب په ځنډ درځيني اورم
اې که خوب درځي خسته یې څراغ مړکه

په ګیلو مي ولي سوځې خدای دپاره
نن بیا ولې سره لمبه یې څراغ مړکه

ستا رضا راته تیارو کي سپينې وړانګې
تیاره ده چي خپه یې څراغ مړکه

مازدیګر دي د ماښام کول سوالونه
اوس بیا ولې زړه نازړه یې څراغ مړکه

په برېښنا اموخته شوی یې الهامه
زموږ له تیلو خبر نه یې څراغ مړکه

2016/07/02

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x