افغانستان

راتلونکې چهارشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو کې د هلال کمېټې او ستورپوهانو د خپلو فلکي حسابونو په پايله کې ويلي، چې راتلونکې سه شنبه د روزې دېرشمه ده او چهارشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

نن ماښام به د سعودي عربستان ستره محکمه هم د کوچني اختر د مياشتې ليدو په اړه غونډه کوي.

د سعودي سترې محکمې له ټولو خلکو غوښتي، چې د مياشتو ليدو په صورت کې دې، خپل شهادتونه د سترې محکمې ځايي څانګو کې ثبت کړي.

د سعودي تر څنګ په مصر، متحده عربي اماراتو، سوريه، اردن، عمان، ماليزيا، اندونيزيا، ترکيې، امريکا، اروپا او ټولو اسلامي هېوادونو کې راتلونکې سه شنبه د روژې دېرشمه او چهار شنبه د شوال لومړۍ نېټه وي، چې د کوچني اختر لومړۍ ورځ به وي.

په عين حال کې د افغانستان ستوري پېژندونکي انجينر عبدالله کندهاري هم د خپل علم له مخې وړاندوينه کړې، چې نن دوشنبه د کوچني اختر د مياشتې د لېدو امکانات اوس زيات شوي دي.

نوموړی وايي، چې نن به په امريکا او اروپا کې په اسانه او سعودي عربستان، نورو عربي هېوادونو او افغانستان کې هم مياشت د لېدو وړ وي.

که چېرته نن مياشت ونه ليدل شي، نو سبا سه شنبه به د روژې در‎ېرشمه وي او چهار شنبې ته به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

افغانان هم د نورې نړۍ د مسلمانانو په څېر تل خپلې روژې او اخترونه له سعودي عربستان سره کوي.

په اسلامي هېوادونو کې يوازې پاکستان دی، چې روژې او اخترونو لپاره جلا حساب کوي او هر کال روژه او اختر له سعودي عربستان څخه يوه ورځ وروسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالحق مجروح

دمهربانه څښتن په سپېڅلي نامه دسلامونو اونيکوپېرزوينوپه وړاندي کولو هيله ده چې پـــه خپلو ټولنيزو چارو کــي بريالي اوسئ د نیکمرغه کمکي اختر په را رسیدو سره د افغانستان غم ځپلي او دردیدلي ولس او درنوقدرمنوملګروته د کمکي اختر مبارکي وایم او له خدای تعالی څخه غواړم چې د اختر دا خوشالي، د ولس او خلکو تل پاتې خوشالي شي او زمونږ له هیواد په خاصه توګه له هغه سیمو چیرته چې تل غم، ویر او درد دی د بد بختیو لمن ور ټوله شي او په ټول افغانستان کې خپلو میړنیو خلکو ته تل خوشالي او سوکالي غواړم. یوځل… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

مجروج صاحب ، د راتلونکی اختر د مبارکیو مننه او مونږ هم تاسی ، زمونږ مظلوم اولس ، او مظلوم او د دجالی یرغل الندی امت د راتلوکی کوچنی اختر مبارکی وایو ، او دعا کوو چه د مبارکی رزوی ټول عبادات مو د الله ج په دلبار کی ومنل شوی ، په ګران هیواد ، سیمه ، اسلامی نړی او ټول مظلوم بشریت ته خپلواکی ، سوله امنیت او هوساینه په برخه کړی او مونږ ته د دغه سپیڅلو اصلیتو د ترلاسه کولو توفیق ، صبر او حوصله راکړی ، توفیق او کړنه اول او دعا دوهمه برخه ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x