نړۍ

جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخته چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په چاودېدوتکو توکه سمبال يو تن غوښتل، چې جده کې د امريکا پر قونسلګرۍ بريد وکړي، مګر موخې ته له رسېدو وړاندې امنيتي ځواکونو وواژه.

په دغه پېښه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

دا بريد نن سهار د پېشلمي پر مهال په داسې حال کې شوی، چې نن د امريکا د ازادۍ جشن نمانځل کيږي.

د سعودي کورنيو چارو وزارت وياند جنرال منصور الترکي رسنيو ته وويل، چې نن پيشلمي مهال دوه نيمې بجې د ډاکټر سليمان الفقيه روغتون مخته يوه موټر ولاړ و، چې د امنيتي ځواکونو له لوري پرې شک وشو.

دغه روغتون د امريکا قونسلګرۍ مخته دی.

جنرال ترکي وايي، چې امنيتي ځواکونو هڅه وکړه، چې د شکمن سړي پوښتنه او څارنه وکړي، مګر نوموړي دغه مهال خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د يادې چاودنې په اړه دوی خبر شوي او له سعودي چارواکو په دې اړه د نورو معلوماتو غوښتنه کوي.

امريکا په سعودي عربستان کې خپلو اتباعو ته امر کړی، چې د خپلو سفرونو په اړه پوره احتياط وکړي او له اړتيا پرته دغه هېواد کې تګ راتګ ونه کړي.

په ۲۰۰۴م کې جده کې د امريکا پر سفارت سرتېری بريد شوی و، چې له امله يې هغه مهال د امريکايانو په ګډون نهه تنه وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x