شعـــــرونه

مورته د پرديس بچي ليک

اسدالله غيرت ـ پکتيا

زما خوږې، زما درنې، زما پتمنې مورې
له هر څه وړاندې د پرديس بچي سلام ومنه
پس له سلامه له دې ژوند نه د خلاصون په خاطر
کنډک مړۍ هر مازديګر زما په نام ومنه

مورې اختر دې مبارک شه تل خوشحاله اوسې
دا راته ووايه! چې سږ کال مو اختر څنګه و
له خده نه زيات راته ياديږې د اختر ورځو کې
مورې د کلي جنګ ځپلی مازديګر څنګه و

مورې! منم زما بېلتون به د اختر به ورځ
له خده زياته ژړولې کړولې وې ته
بخښنه غواړم، زما خيال او زما  ياد به مورې
څو ورځې پرلپسې ډېره دردولې وې ته

د الله فضل دی زه روغ يم اندېښنه ونکړې
ښه کاروبار کوم له تن څخه خولې تويوم
د جوزا دې ټکنده ګرمې کې په تڼاکو لاسو
يمه لګيا د يو غرب جېب نه پيسې تويوم

زما له لوري زما ټولې کورنۍ ته مورې
پس له سلامه د اختر مبارکي ووايه
زما فراق کې وايه څنګه و خوږې موجانې
اخير کې حال راته د خپل يوه بچي ووايه

خوږې مورجانې! د کمکي اختر په سوړ سحر دې
فرديس بچي ته د خدای در کې دعا وکړه که نه
مورجانې! لاړ ې او که نه د هدېرې په لورې
د بابا روح ته دې اختر کې دعا وکړه که نه

مورجانې! بيا هم درته وايم ګوره هېر دې نه شم
خدای ته به هر وخت کوې سوال ګرانې زما په هېله
نوره زړه نه شم تينګوی چې تا ته وغږېږم
د خدای پامان، د خدای پامان ستا د روغتيا په هېله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x