شعـــــرونه

مورې! نظم

عزيز الله عزيز

مورې !په پښو باندې نکرېزې نه ږدم
زه په لاسو باندې نکرېزې نه ږدم

داخترشپې ته خوشحالي نه کوم
په پرهروباندې نکرېزې نه ږدم

***
لورې!سباسهارته ځو له خیره
دواړه جوړه دې پلارته ځو له خیره

هسې نه دې اختر کې ډېر خفه شي
شمعې یې هم مزار ته وړو له خیره
***
مورې!پلارجان به مې خوښي راکوي؟
زما لاسوته ته به بنګړي راکوي؟

زه ،خویې ډېره نازنینه لور یم
ماته پیسې داختري راکوي؟
***
لورې!هغه تاسره نه غږېږې
له ما خفه ماسره نه غږېږې

بس دی سلګۍ مه وهه غلې شه ته
هغه له هیچا سره نه غږېږې
***
مورې!له مانه خفه شوی پلارجان؟
دهدېرې په لوري تللی پلارجان؟

زه تري بښنه غواړم ،ژاړم ورته
ماوو جامو پسې لیږلی پلارجان
***
لورې!داڅه دغم خبرې کوي
هره شیبه هردم خبرې کوي

زما په زړه راجوړوې زخمونه
ته نن دا څه رقم خبرې کوي
***
مورې!سباته خوشحالي کومه
په لاس نکرېزې ږدم سیالي کومه

زه مې دپلارغاړه کې لاس اچوم
ورسره ښه مبارکي کومه
***
لورې!راځه تر روڼ سهار ویده شه
په بستره باندې دپلارویده شه

ته په خبروباندې وژني خلک
ما په کرار پریږده ،کرار ویده شه
***
مورې!اخترته خوشحالي پکار ده
ته ولي ژاړې؟ ارامي پکار ده

بهر ته ډزې دي خوب څنګه وکړم؟
ماته ستا مینه دزړګي پکار دل
***
لورې !همدې ،ډزو دې پلار وواژه
په دې ټوپکو کوم غدار وواژه

اوس چې ،نو ډزې شي زه وژاړمه
وایم ،که بیا یې کوم یو خواروواژه
***
مورې!په ډزو وژل کیږي خلک؟
په هدېرو کې بیا خښیږي خلک؟

دا لیوني،نو ولي ډزې کوي؟
په دې خبرو ،نه پوهیږي خلک؟
***
لورې!په دې شپه ټول عالم خندیږي
کلی،ولس او دغه چم پوهیږي

خو،زه داشپه په تړمو اوښکو لمانځم
له ډېره درده مې سر هم خوږیږي
***
مورې!وړکی ورورمې چرته تللی؟
په توره شپه ولي بهر ته تللی؟

دسپیلنو لوټه یې دلته ایښي
دڅه لپاره دچا در ته تللی؟
***
لورې!هغه دمزدورۍ لپاره
بهر وتلی د ډوډۍ لپاره

تاته نکرېزې له بازاره راوړې
او مالیږلی دګولۍ لپاره
***
مورې!داڅه اورم،داڅه اورمه
نورې دا ستا خبرې نه اورمه

بس دی په خوله باندې دې لاس کیږده
دزړه درزا دې بهر زه اورمه
***
لورې!زه ځم دګاونډیانو کره
داکالي وړمه دخانانو کره

تاته ډوډۍ راوړمه وږې به یې
چا هیڅ رانه وړه ،موږ خوارانوکره
***
مورې!سوال مه کوه زه ناره ښه یم
پریږده چې مړه شمه بې ماره ښه یم

نن شپه خوب نه کوم خیرې کومه
زه داسې ویښه ترسهاره ښه یم
***
لورې!کمکی وروربه دې څه رانه وړې
شایدچې نن شپه هم خواړه رانه وړې

داخترشپه ده داسې ولي کوي؟
تاته نکرېزې به، هغه رانه وړې
***
مورې دپلارترمقبرې ورځمه
پریمیږده زه په تورې شپې ورځمه

ورته کومه دغه ټولې کیسې
عزيزه نن تر هدېرې ورځمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x