شعـــــرونه

غزل: عمري زرمتی

عمري زرمتی

دفـراق له درده اوښـکي مې ګرېـوان وړي
چې لحدته مې له ګل ښایسته جانان وړي

دعاګانې مې ستا روح ته ډالۍ کړې
فريښتې د رحمتو ئې تر آسمان وړي

اسوېلو مې دمرۍ رګونه وسول
ستا یادونه مې همېش ترقبریستان وړي

تنهايۍ کمین کې غلی غوندي ناست یم
دنصرت ملکي وار مې تر کاروان وړي

نه پوهېږمه چې کوم طرف ته لاړ شم
لارې ورکې دي پلونه دی باران وړي

داخترورځ ده ټول یوبل ته تبریکي ورکوي
بس (عمري) دشهید قبر ته ګلان وړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x