
کوم عوامل زمونږ پر ماشومانو ناوړه اغېزي لري؟
سید احمدضیاء همت
ځینې رسنۍ غیر اسلامي سریالونه،او داسې نور بېلابېل پروګرامونه خپروي؛چې زمونږ له فرهنګ سره مستقیما” په ټکر کې دي،او زمونږ د ټولنې په ځانګري ډول زمونږ د تنکیو ماشومانو او ځوانانو فکرونه ناسم لوري ته رهنمایي کوي او د خشونت ، ډار اچونې لیاري ورزده کوي؛نوي ماشومان چې د ټولنې له قانون،چاپېریال او ژوندانه سره نوي اشنا کېږي،او لکه څنګه چې ژوند د تجربو لړۍ ده،همداسې د ځینو ناسمو سریالونو د خپراوي له امله ماشومان دنا وړو کړنو مهارت ترلاسه کوي.
هغه نوي ځوانان چې کورنۍ یې په ټولو اخلاقي موازینو سمبال وي،مګر ځوانان یې بد اخلاقه،بد خویه،او ناسمې کړنې تر سره کوي.
علت یې دا نه دی ،چې دوﺉ دا ډول کړنې د کورنۍ له غړیو زده کړي دي،بلکې دوﺉ دا د کوڅې د ماشومانو او یا د تلویزیونونو د ناوړه پروګرامونو څخه زده کړي.
په پای کې مې ټولو مېندو او پلرونو ته دا پیغام دی،چې د خپل ماشوم په ښه تربیه کې د اسلامي لارو څخه کار واخلي،او پاسنۍ ټکیو ته دې ډېر په دقت پاملرنه وکړي،د رسنیو د مسوءلینو مې هم همداهیله ده،چې نور دې داسې پروګرامونه نه خپروي،چې زمونږ د کلتور، عنعنات،او اسلام سره په ټکر کې وي.