ټولنیزه برخه

یو عیسایي راهب ته مي په ۱۵ دقیقو کي ماته ورکړه

عبدالغفار جُبیر

د مسیحیت ددین مبشرین او راهبان تر لوغبړ وروسته ضرور مذهبي بحث شروع کوي، هغه که هر څوک وي، زه یوې مسیحي کتب خانې ته ورغلم چي یو کتاب وګورم، اتفاقاً هلته د خلکو ګڼه ګوڼه وه، زما ساده لهجه او ساده لباس ددوی لپاره غنیمت  او ښکار شو، دوه کسه مي په خدمت کي ودریدل چي څه خدمت لرې! ورته ومي ویل چي یو کتاب مي په کاردی، بلنه یې و میز ته راکړه پر میز باندي یې راته چاوي کښېښودلې هغه کتاب یې په منډه راته راواخیستی او راته یې وویل چي ددې قیمت نه غواړو ته میلمه یې، ما ورڅخه مننه وکړه.

یو کس په دې دواړو کسانو کي چي تقریباً تر۴۰ کلونو اوښتی وو، مذهبي بحث شروع کړ،چي عیسایت هم الهی دین دی، لکه څرنګه چي اسلام او یهودیت خلک مني باید عیسایت هم ومنل شي او داسی نورې ډیرې خبرې یې وکړې، داچی خلک ډیر وه او دده د هرې خبرې ځواب مي درلودی نو په لوړ اواز سره مي  ورته وویل چي زه عرب یم، ماته د عیسایت تبلیغ مه کوه، ده راته وویل ولي یې نه کوم؟ زموږ دعوت عام دی و هرچا ته.

په دغه وخت کي نور ۱۰یا ۱۲ کسه نر او ښځې هم موږ ته متوجه شول، زما په آند دا کسان اکثره عیسایان وه کوم چي په کتب خانه کي وه، ځیني نژدې راغلل ، ماددغه ۴۵ کس څخه و پوښتل:

= عیسایت د چا دین دی؟

عیسایي راهب: د حضرت عیسی علیه السلام دین دی.

= ګوره زه عرب یم، او حضرت عیسی علیه السلام و یهودو ته راغلی وو، صرف او بس نو ځکه وماته عیسایت مه تبلیغوه.

عیسایي راهب: نه !حضرت عیسی علیه السلام و ټوله بشریت ته راغلی دی.

= ته بایبل راواخله او زه به حوالې درکوم!

۱:د غیر قومو(ماسوی له یهودو څخه) و بل قوم ته مه ځه، او د سامریانو و ښار ته مه داخلیږه ، بلکې و اسرائيلوته ولاړشه۔

(متی ـ ۱۰ باب: ۵: ۷)

۲: دی (حضرت عیسی علیه سلام ) یواځی د یهودو پاچا وو۔

(متی، دویم باب: نذرانی پېش کول: ۲)

۳ ای د یهودو د مځکی بیت لحم ښاره، ته د یهودو په لویو ښارونو کی هم وړوکی نه ئې ځکه ستا نه هم هغه سردار راوځی چي یواځی به د اسرائيلو شپون وی۔

(متی، دویم باب: نذرانی پېش کول: ۶)

۴: عیسی یواځی د اسرائیلو پاچا دی ۔ (یوحنا، اول باب : ۴۹)

۵: (عیسی علیه سلام و خپلو شاګردانو ته) وایی: زه رښتیا درته وایم او په دې مو پوه کوم چي تاسی د بنی اسرائیلو په ټولو ښارونو کی یواځی و ګرځی (متی ۱۰ باب: ۲۳)

۶: ای عیسی!!! د اسرائیلو د پاچهۍ دی مبارک شه!!!

(یوحنا، دوولسم باب: ۱۲)

۷:  عیسی د یهودو د قبېلې څخه دی، او د یهودو زمری دی.

(مکاشفات، پنځم باب: ۳)

۸:  یوه ورځ یوه کنعانې ښځه و حضرت عیسی علیه السلام ته راغله او ورته ئې وویل چي زما سره مرسته وکه، پر ما باندی بد روح ناست دی، او په تکلیف یم، حضرت عیسی علیه السلام و خپلو شاګردانو ته راغی او ورته ئې وویل چي دا رخصت کی او په ما پسې را روانه ده؛ او ورته ووایاست چي زه د اسرائيلو څخه ماسوا و بل چاته نه یم راغلی، مګر هغه ښځه بیا راغله او د مرستې غوښتنه ئې وکړه، حضرت عیسی علیه السلام ورته وویل: چي د ماشومانو(یهودو)ډوډۍ اخیستل او و سپو(غیر یهودو) ته ورکول ښه نه ده۔ (متی؛ ، ۱۵ باب، ۲۶: ۲۷) او همدارنګه دا کیسه په (مرقوس ۷ باب، ۲۴: ۳۰) کی هم راغلې ده

د بایبل په تفسیرکی دپورتنی ایات لاندی دا لیکلی وه:

د حضرت عیسی علیه سلام حواریین( شاګردان) ټول یهودان وه، او په ټول ژوندکی ئې د یهودو ماسوا و بل چاته دعوت نه دی ورکړی او نه هم د یهودو د علاقې څخه و بلې سیمې ته تللی دی، دا ځکه چي د یهودو څخه ماسوا نور ټول سپی دی۔

عیسایي راهب ددې حوالو په لیدو سره چي ما ورته ویلې او ده د بایبل هغه باب او هغه ایات ته کتل حیران شو او چوپ شو، دغه متوجه کسان هم ټول چوپ شول، ما هم نور بحث اوږد نکړ، را ولاړ شوم، د راوتلو پر مهال یوې ښځې چي په سترګو کي یې اوښکې ولاړې وې او زما او د راهب ټول بحث یې واوریدی راته وویل:

Very good logic and I will think about my self, God bless you.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x