شعـــــرونه

اختره/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

مرحبا وایمه راځه اختره
ته خو زمونږه یې مېلمه اختره

دې غمجن کلي ته له کومه راغلې؟
مونږه خو ډېر یو غمزده اختره

دلته په وینو روژه ماتې کېدل
غوږ شه کوم درته کیسه اختره

لږ انتظارشه چې موږ بېرته راشو
وړو مقبرې ته جنازه اختره

داسې دې نه پرېږدو لمانځنه دې کړو
غم او خوښي وي زموږ جوړه اختره                         

ای مسافره جل دې و نه وهي
لږ شه دې سیوري ته دمه اختره

نن انقلاب اجازه نه را کوي
هرځای شروع ده معرکه اختره

نور له حالاتو درته څه و وایم
وکړه ته خپله فیصله اختره

د (عرفاني) به خدای خبر څه حال وي
ورشه پوښتنې ته نن شپه اختره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x