افغانستان

د لسو لوړپوړو پوليس افسرانو دندې وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ولسمشر اشرف غني په امر يې د کابل لويديځ کې د پوليسو پر کاروان د بريد په تړاو د سستۍ او بې پرواهۍ له امله د لسو لوړپوړو پوليس افسرانو دندې ځنډولي دي.

په دغو چارواکو کې د کورنيو چارو وزارت د اداري معينت د دفتر رييس، د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد حسن عالمي، د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ رييس اکان عبدالمجيد صافی، د تعليم او تربيې عمومي قوماندان الهام وردګ، د ميدان ورګو د پوليسو د تربيوي مرکز مشر جلال الدين رګباړ او ګڼ نور شامل دي.

تېره پنجنشبه ميدان وردګو کې د پوليسو د روزنې له مرکزه تازه فارغ شوي پوليس په پنځو بسونو کې کابل ته پر لاره وو، چې د کابل لويديځ حيدر خان کلا سيمه کې پرې سرتيري بريدونه وشول، چې نږدې پنځوس تنه په کې ووژل شول او ۱۵۰ زيات په کې ټپيان وو.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د دغو افسرانو دندې يې د ولسمشر په ځانګړي امر ځنډولي او د دوی په اړه به وروستۍ پرېکړه د ټاکل شوي کميسيون د پايلې له اعلانولو وروسته وشي.

تېره پنجشنبه له پېښې وروسته ولسمشر اشرف غني د يادې چاودنې په تړاو يو کميسيون وټاکه او ژمنه يې وکړه، چې د پوليسو د لېږد په اړه بې پرواهي کوونکي چارواکي به له دندې ګوښه او سزا به ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x