
راځئ زموږ دې بد حالت ته بدلون ورکړو، که نه تباه کيږو!
مسلم افغان
د لاندي کرښو د ليکلو لامل د (دا صحنه به مې تر مرګه هېره نشي) ترسرليک لاندي د ښاغلي محمد افضل ذاکر هغه ليکنه ده چي د نن ټکي آسيا په ويب پاڼه کي د روان کال د چنګاښ د مياشتي پر ۱۲مه خپره سوې ده. خدای ورشتيا چي د ليکني لوستلو بېخي ډېر متاثر، زيات خوابدی او زيات په غوسه کړم. د ځان سره مي وويل چي دا زموږ ولس څومره بد بخته سو چي سربېره پر دې چي د ډيورنډ د نامنلي کرښي له امله پر دوو برخو وېشل سوی او سره بېل سوی دی، دادی اوس خبره دې ته رسېدلې چي ډېر خلک چي د دغي کرښي په دې خوا کي کارونه او مصروفيتونه لري او کورونه او فاميلونه يې په هغه خوا کي پراته دي په دې د اختر په شپو کي يو له بله بېل سوي دي او نه سي سره يوځای کېدلای. ښه ډېر مهال په چورتونو کي ډوب سوم، ساړه اسوېلي مي تر خوله ووتل او بالاخره په دې اندېښنو کي دې پايلي ته ورسېدم :
چي ويشتلی يم بيا هم په خپل توپک يم.
او دا متل مي را پر زړه سوچي : وني وني اور دي وسو له خپلي ک…
په دري کي وايي: من ازديگران ننالم که بمن هرچه کرد آن آشنا کرد.
له بده مرغه موږ ته چي دا هر څه راپېښ دي زموږ د خپلو خاينانو له لاسه دي. چا د اسلام په سپېڅلي نامه او ږيره او پاج او عبا وقبا غولولي يو، چا د کور کالي، ډوډۍ راکولو په نامه هرڅه راڅخه واخيسته، ځينوهم د دموکراسۍ په نامه ټوکر ټوکر، ښکېل او زندۍ کړو، خپلواکي او نور هرڅه يې راڅخه واخيسته او چا هم د هيواد او پښتونولۍ او داسي ډېرو نورو غوړو او چربو نومونو تر خوارو لا خوار کړو!!
په تېرو سلو کلونو کي د انګرېزانو ښکېلاک ته د پای ټکی کښېښوول سو او د هغو تر جغ لاندي هيوادونه يو په بل پسې خپلواک سول، د شوروي زبرځواکه امپراتوري راوپرځول سوه او ډېرو ولسونو د دغي امپراتورۍ د ښکېلاک زولنې ماتي او له پښو وغورځولې، د برلين دېوال ونړېد، ډېرهيوادونه آزاد سول او ډول ډول نور بدلونونه راغلل، خو زموږ نيمه برخه ښکېل سوي ولس نه داچي د ښکېلاک د غلامانو له منګولو لا ځان ونه غورلای سوای، بلکي د دې ولس خپلواکه برخه څو کاله شوروي اشغالګرانو ځب ځب کړه. بیا مو په اصطلاح جهادي مشرانو هيواد په کنډواله بدل کړ او دادی دا څو کاله د امريکې تر اشغال لاندي د وير او ماتم شپې تېروو. پر موږ باندي هيڅوک زړه نه سوځي، بلکي خپل او پردي ټول راته بلاوي سوي دي او په پرله پسې ټوګه مو وژني او وهي مو، چي دادي اوس داسي ظلم نه دی پاته چي نه يې وي راباندي کړی.
د پاکستان واکمنان د مکرګرو ښځو غوندي کله يوه بهانه راته کوي او کله بله پلمه (خوی بد را بهانه بسيارست). او په دې ډول زموږ له بده حاله بده استفاده کوي او په ډول ډول زورونو مو زوروي او کړوي.
زموږ د هيواد اوسني واکمنان د دې پرځای چي موږ له خپلو او پردو له زورونو خلاص کړي، هم مو په خپله په ډول ډول کړاوونو کړوي او هم زموږ په زورولو او کړولو کي د پردو غليمانو سره کومکونه کوي او زموږ د هيواد او د هغه د پولو پر سر پټي او ښکاره معاملې ور سره کوي. چي په دې ورځو کي يې ډېري رڼې بېلګې دا دي:
۱. افغانستان ته د امريکې د ښکېلاک د پوځي ځواکونو بېرته راګرځېده او د شپنيو عملياتو اوهوايي بمباريو بېرته پيلېده.
۲. د تورخم او نورو سرحدي ساحو په اړه د پاکستان د چارواکو سره پټي معاملې او د دوی په موافقه د هغو
له خوا د پولي دې خوا يا په صفري نقطو کي د تاسيساتو ودانول.
۳. او د ډېورنډ د فرضي کرښي ها خواته بې له وېزې د افغانانو نه پرېښوول.
زموږ خلک دي هم خدای لري ډېر داسي کسان را پکښي سته چي تر ښو او عملاً د اسلام او هيواد لپاره په سرښندنه کي د ولاړو خلکو په نسبت خپل خواروونکي داړه ماران، پردي پالان او هيواد پلورونکي ډېر خوښوي. ډېر يې په اصطلاح تر شير په ښوروا خوشاله دي. زموږ ډېر خلک د هغو کسانو د تعبد تر پولي پلوي کوي کوم چي په غلاوو، درغليو، له اسلاميت او افغانيت څخه په بده استفاده او پردو ته په چوپړ او ساخت وباخت کي او د ډول ډول معامله ګريو او ټيټتياوو په پايله کي بې له استحقاقه او بې له پوهي او وړتيا او هيواد او خلکو ته د رشتياني خدمت کولو پرته، د شتو او ارګاه او بارګاه څښتنان سوی او په مصنوعي او کاذبه توګه مطرح سوي او نوماند سوي دي.
له بله پلوه موږ او تاسي په تېرو انتخاباتو کي وليدل چي څومره زيات پښتانه او ځيني په خپل سرمشران سوی مادي پال پښتانه د خپلو داخلي دښمنانو او معلوم الحالو خاينانو په خوا کي ودرېدل او ځانونه يې پر خرڅ کړل. د امريکايانو له خوا چمتو سوي او راميدان ته سوي او تمويل سوي غني او لومپن او ګلم جم رشيد دوستم ته خو يې بېخي نڅاوي کولې او ډولونه يې ورته وهل. ماخو ډېر کم کسان وليدل چي ووايي : دغو کسانو ته به رايه نه ورکوو، ځکه چي دا د پردو غليمانو ګماشته ګان او غلامان دي؟!
په خواشينۍ او تاسف سره باید ووایم چي زموږ زيات خلک د خپل دوست او دښمن توپير نه سي کولای او تل يې هغو ته درناوي کړي او انحنا او تملق ورته کوي چي زور او زر ولري. تاسي فکر وکړئ چي زموږ خلک به د يوه ديني يا ساينسي عالم ډېر درناوی کوي، که د بېسواده ګل آغا شيرزي، ګلم جم دوستم، غله او قاتل عطا او ډېرو داسي نورو ټيټو عناصرو ؟ چي هيڅ لوچګۍ، خاوي پلورنه او خيانت، افغان وژنه او غلا يې نه ده پرې ايښې!!!
د اختر په ورځو کي د امنيت د يوه ټيټ رتبه کارمند د مېلمنو کوټې ته تر حساب زياتي څپلۍ ختلي وي، خو يو وخت زه د علومو د يوه ډاکټر او عمر خوړلي ليکوال د اختر مبارکۍ ته ورغلم، د خوارکي سره دغونه څوک نه وو ناست چي مجلس ورسره وکړي.
دا سي مثالونه بېخي ډېر دي.
وايي کله چي شرمښ په رمه ګډ سي، نو کوم پسه په خوله ونيسي او ځغلوي يې، خو وزې پخپله ورسره ځغلي. زموږ په خلکو کي هم ډېر داسي سته چي د شرمښانو سره پخپله ځغلي. بلکي ډېرو وسلې ورسره اخيستي دي او د هغو په پلوي خپل ژغورونکي وژني.
خلک وايي چي ونه وهل سې خبر به نه سې. خو پښتون : ” دا وهل سوی دی څو ځله خو خبريږي کله؟!“.
نو چي زموږ دا حال احوال وي او تر څو چي دغسي لوښي اوسو خود به مو بدخواهان په بدو ستايي، بد به راسره کوي او دغسي بد به مو زوروي او کړوي او سپکوي.
زموږ شاوخوا ګاونډيان او په تېره نيواکګر زموږ د هيواد د جغرافيوي موقعيت او زموږ د ننک، غيرت مړاني او په ځانګړې توګه جګړه مارۍ او پر اسلام باندي د ټينګ درېدو له امله او په نورو ډېرو لاملونو(چي پر هغو باندي بحث بېله مقاله غواړي) هم په موږ سترګي سوځي او هم سترګه راڅخه کوي او سخت راڅخه وېريږي او په آرامي، سوکلي او ښه ژوند او پرمختګ مو خوابدي کيږي، ځکه نو بغض، عناد او دښمنۍ راسره پالي.
غواړي هيواد مو په ډول ډول پلمو، نومونو او دسيسو راوران کړي، د تمدن او پرمختک مخه مو ډب کړي او زموږ د فرهنګ او ښو دودونو پر ضد فرهنګي جګړه وکړي. له دې امله دی چي په ډول ډول ډګرونو کي مو پر ضد په مرئي او نامرئي توګه راسره جنګيږي، چي د دې جګړې يوه برخه داده چي ډول ډول نومونه راته منسوبوي او ټوکي او مسخرې راپوري جوړوي. د مثال په توګه له پنجابيانو څخه زموږ دښمنانو وايي: پٹهان آگيا سب مرگيا!(پښتون چي راغی او موقع ورکړه سوه، بس نو د دوی له لاسه ټوله مړه وبوله).
دا خبري يوازي زموږ پخوانيو دښمنانو نه دي کړي اوسني دښمنان موهم تردې بتري کوي. د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي: الله نے دو قسم کے مخلوق پیدا کئے. ایک انسان اور دوسرا پٹھان.
ضیاءالحق به ويل : پټان هغه قوم دی چې ۲۴ ساعته یې ماغزه کار نه کوي، لومړی يو کار کوي او بیا فکر پر کوي.
له هنديانو څخه زموږ دښمنان وايي: پٹهان کا پوت گهڑی میں اوليا گهڑی میں بهوت.(د پښتانه زوی يو ګړی ولي وي، بل ګړی شيطان).
هغوی حضرت احمد شاه بابا رحمة الله عليه لوی ډاکو بولي. ښايي تاسي د ”ګرېټ مراټه“ په نامه سريال ليدلی وی، په دغه ټول سريال کي چي د حضرت احمد شاه بابا رحمة الله عليه او پښتنو پر ضد جوړ سوی دی، هغه د يوه لوټېرا (غارتګر او داړه مار) په څېر ښيي.
د ایرانيانو دښمني خو زموږ سره علني او په ډاګه ده. هغو په يوه ويب پاڼه کي د يوه ځای يو تصوير ورکړی وو او ورته ليکلي يې وه چي: دغه ځای ته د سپي او افغان ورتلل منع دي.
سعدي چي زموږ ملایان يې زموږ اولادونو ته کتابونه په بړ بړ وايي، زموږ په هکله داسي وايي:
سعدیا روز ازل حسن بترکان دادند
عقل و دانش همه با مردم ایران دادند
عشوه و ناز و کرشمه همه با مردم هند
خری و احمقی و جهل به افغان دادند.
زموږ خپل کورني دښمنان مو اوغان های غول (موجودی افسانه ای که هیکلی درشت و ترسناک دارد. بی شاخ و دم. شخص درشت اندام و بی ریخت، وحشي و حرام زاده) بولي. او کوم کار چي ور څخه خراب سي
وايي: کار افغانی شد.
څوک چي لږ وډېر معلومات لري، پوهيږي چي زموږ ډېر دښمنان په موږ ډول ډول ملنډي وهي او په موږ پوري يې ډول ډول ټوکي جوړي کړي دي.
دا اوس زموږ د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په رسنيو او محافلو کي موږ ته شپه او ورځ ډول ډول ښکنځل کيږي، ريشخندونه راوهل کيږي او د تروريست نوم خو څه چي داسي بد – بد نومونه راباندي ږدي او داسي نا روا دروغونه راباندي وايي چي د دوی له فرهنګه پرته په بل هيڅ فرهنګ کي نسته.
که زموږ د دغو دښمنانو له خوا ليکل سوي تارخونه او نور کتابونه وکتل سي دا سي بدی نه ده پاته چي موږ ته يې نه ده منسوبه کړې.
مطلب زموږ د غيرت او همت دښمنان ټول موږ کم عقل، جاهل، ساده، بې فرهنګه، ډاکوان، غله، غداران، غلامان، ترهګر، فاشيستان او… بولي.
له بده مرغه اوس مو پر دې هم نه پرېږدي او دادی زموږ په وژلو، وهلو ټکولو، بندي کولو، زورولو سپکولو، زموږ پر کورونو باندي د شپې او ورځي تلاښيو، بمباردولو او توغنديو راباندي توغولو، له کور، کار، دندي او جایداده شړلو، په بې ځايه تورونو تورنولو، د ډول ډول دسيسو راته جوړولو، له خپلو حقه حقونو بې برخي کولو يې په پټه او ښکاره او يو د بل په سلا او همکاري لاس پوري کړی دی. دا څه کم څلوېښت کاله کيږي چي موږ ته يې زموږ کورونه او کلي سره تبخي کړي او پکښي سوځوي او کبابوي مو.
په دې هکله زموږ ځيني کسان وايي چي زموږ دښمنان ولي زموږ سره داسي کوي او ولي موږ بې فرهنګه او بني اسرائيل بولي؟ د دې کسانو په خدمت کي باید عرض کړم: موږ چي دغسي بې اتفاقه يو او د يو بل غاړي ته لوېږو او د ډالرو او مادياتو په مقابل کي تر هر څه تېرېږو، خود به مو په ډول ډول نومونو سپکوي، خنداوي به راباندي کوي او ډول ډول رشتيا او درواغ به راپوري تړي او ان د لا زياتي بې اتفاقۍ او خوارولو لپاره به مو کوښښونه کوي، ځکه په دې حال کي به هيواد او هرڅه زموږ وي، خو موږ به د خپل هيواد له واک اختيار او نور هر څه څخه محروم يو او دوی به چړچې پکښي وهي او نيم هيواد به مو د پنجابي دښمنانو په لاس کي وی، نيم نور به مو د امريکايانو او د هغو د لاسپوڅو(زموږ د کورنيو دښمنانو) په واک کي وي.
له دې امله دی چي د پرديو له اسارت او ښکېلاک څخه زموږ زياتو ژغورونکو، پوهانو او عالمانو زموږ له دغو ناوړو عادتونو څخه سرونه ټکولي دي. د مثال په توګه حضرت خوشال با با رحمة الله عليه چي د مغولو له ښکېلاک څخه يې زموږ د خپلواکولو لپاره په توره او قلم هلي ځلي کولې زموږ له ناوړو عادتونو څخه څومره په غاو وو. په دې اړه د ده لاندي بيتونه د بېلګې په توګه راوړم:
کــه هر څو يې سموومه نه سميږي
پښـتانـــه دي د کــږو تيږو ديــوال
پښتانه واړه ناپوه دي ، يو پر بل کوي غورځې
چې يو سرکاندي راپورته بل يې ووهي مغزى
اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ
ښه، اوس خو موږ پر داسي يوه لاره روان يو چي زموږ د بشپړي تباهۍ او ګردسره له منځه تلو خوا ته تللې ده. خو بله لارهم سته کومه چي زموږ د ژغورني، فلاح او حتمي نېکرغۍ خوا ته وتلې ده. ان شاء الله.
نو موږ بايد پر کومه لار روان سو؟ که پر همدې اوسني حالت واوسو او د دې حالت د بدلولو او د دې غلطي لاري د پرې ښوولو په تکل کي نه سو، نو خدای مو هم دغه حالت نه رابدلوي، پام وکړئ لوی څښتن څه وايي:
﴿ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ (11) ﴾[الرعد: ۱۳ : ۱۱]
ژباړه: باور ولرئ چي الله د کوم ولس حالت تر هغو نه بدلوي چي هغه ولس پخپله په خپلو حالاتو کي بدلون رانه ولي. او کله چي الله پر کوم ولس باندي د ناورين (آفت) راوستلو اراده وکړي، نو د هغه څه چي الله يې اراده کړې وي ردوونکي نسته . او له هغه پرته به هغو ته بل کالخوای (سرپرست) او ملاتړی نه وي (، چي چاري يې سمبالي کړي او هغه حالت چي د هغو خوښ وي ورکړي او هغه چي خوښ يې نه وي ځني ليري کړي).
نو راځي! پر لوی ځښتن جل جلاله باندي په توکل، په ټينګ عزم او اراده او د رشتينو او خواخوږو پوهانو او مشرانو په سلا او مشوره او په ښه تدبير او يوه خوله او زړه او په پرله پسې توګه زموږ په دې ناخوالو کي د بنسټيز بدلون په تکل کي سو. په پټو سترګو په چا پسي روان نه سو، د چا په ظاهر ونه غوليږو او خاينانو او پردو او پردي پالو ته په غوڅه توګه ”نه“ ووايو او د ښو، غيرتمنو، زړه ورو او خواخوږو کسانو درناوی او ملاتړ وکړو او تر څو چي پر سمه لار روان وي په ټينګه او پرله پسې توګه ورسره ملګري او ملاتړي سو. او که څوک بيا له سمي لاري اوښتی په سالمو نيوکو او ښو مشورو يې سمي لاري ته په بيرته اوښتو کي مرسته ورسره وکړو او که نه را اوښتی، په اسلامي او افغاني مړانه او شهامت يې د قرآن او سنتو د لارښوونو سره سم د موټه په زور راواړوو. د اوس لپاره دغومره خبري بس دي.
ځان به ويښ کړو هري خوا ته
هري خواته رقيبان دي
يو په بل مو سره وژني
وايي خپل يو غليمان دي
والسلام
محترم لیکوال صاحب ! که زحمت نه وی دا د سعدی د خبرو ماخذ راته ولیکه
ګران ورور محمد صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد: د سعدي صاحب دغه شعر له ډېر پخوا څخه ډېر مشهور دی. څنګه چي زما په یاد دی، ځکه نو ما په خپله مقاله کي له يادو راوړ. اوس چي يې تاسي د مأخذ غوښتنه کړې ده، ستاسي غوښتني ته احترام لرم، خو څنګه چي د روژې وروستۍ ورځ ده او په سبا يې ان شاء الله اختر دی، او طبعاً په دغسي مهال کي مصروفيتونه زيات وي، نو د اوس لپاره مي کتابونه پسي ونه پلټل او د انټرنيټ د ګوګل پر لټون مي بسنه وکړه. ګوګل دغه… نور لوستل »
وعلیکم السلام ورحمة الله تعالی وبرکاته ! جزاک الله تعالی خیرا — چې د سعدی صاحب خپل کتاب په دغه اړوند پیدا سی نو اعتبار لری .
د سعدی صاحب – په دیوان اشعار ، ګلستان ، بوستان او مواعظ کي خو دا شعر نسته