ادبي لیکني

د استاد روهي د نثر ځانګړنې

 عصمت بهیر

یادونه: دا وینا استاد اسدالله غضنفر په خوست ولایت کې په (۱۳۹۴،۱،۱۵) د استاد محمد صدیق روهي  د زوکړې د اتیایمې (۸۰) کلېزې په ویاړ په جوړ شوي سیمینار کې کړې وه. غواړم په لیکلې بڼه یې ستاسو سره شریکه کړم.

 عصمت بهیر

استاد روهي د شلمې پېړۍ د نويمو کلونو په منځ کې وفات شو، یعنې دی څو شپیته کلن و. داسې مالومېږي چې پنځه شپیته کلن هم نه و چې وفات شو. د عالم سړي لپاره، د محقق سړي لپاره څو شپیته کلنۍ د ځوانۍ عمر دی. څو لسیزې کار او زحمت په کار دی چې قلم پوخ شي، تجربه پخه شي او کافي مالومات راټول شي. دا واقعاً د افسوس خبره ده چې روهي صاحب وفات شو. دی باید لا ژوندی وای او لیکنې یې لا کولای خو په هر حال وایي تقدیر ته تدبیر نشته.

په قران عظیم الشأن کې لولو چې الله تعالی د هېڅ بنده هڅه نه بېځایه کوي او استاد روهي که څه هم څو شپیته کاله عمر وکړ خو د لس ګونو کسانو په اندازه یې کار وکړ او دا اوس چې د دوی له وفات وروسته ډېر کلونه هم د هیواد له بېلابېلو ولایتونو راټولېږو او د ده په یاد غونډه کې برخه اخلو، دا خپله د دې ثبوت دی چې الله تعالی د هېڅ بند هڅه نه ضایع کوي.

کابو دوه سوه کاله پخوا په پېښور کې یو شاعر تېر شوی و، سید طلب شاه نومېده، د ده داسې نیمګړی غوندې دیوان چاپ شوی دی، په هغه کې یوه بیت دی:

په سبب د هغو پټو بزرګانو

باران اوري په موسم د پشکال

ځینې کسان په ځینو سیمو کې پیدا شي، هغو سیمو ته اعظمت ورکړي، هغه سیمې وځلوي. د خوست ولایت چې اوس دی، دوه، درې لسیزې پخوا داسې نه وو، یوه ولسوالي وه. زما پلار مرحوم (استاد محمد صدیق پسرلی) به ویل، البته د شپیته کاله پخوا کیسه به یې کوله. ویل په دا نورو سیمو کې د افغانستان، مثلاً په ننګرهار، کندهار کې لوی ادیبان، لیکوال، قلموال وو خو دا اوس چې لویه پکتیا ورته وایو، د خوست په شمول، په دې سیمه کې نه وو خو اوس خوست د علم او ادب یو مرکز دی. په ټول افغانستان کې، د خوست د پوهنتون په حصه کې مخکې استاد باوري خبرې وکړې. د خوست د رسنیو په برخه کې، د ټولو علمي او فرهنګي فعالیتونو په حصه کې او په دې کې د ځینو کسانو لاس و او په فرهنګي ساحه کې تر ټولو لوی لاس او نقش د استاد روهي مرحوم و. خوست واقعاً د افغانستان د افتخار یو ځای دی او دا افتخار ډېرې برخې لري.

په خوست کې په لس ګونه زره کورنۍ په وزیرستان او هغو سیمو کې چې د جنګونو په وجه مجبور شوي دي، دلته راغلې دي او اوسي او دا کورنۍ په عزت سره اوسي. تر اوسه هېڅ رپورټ نه دی خپور شوی چې کوم جنجال پېښ شوی وي. زه فکر کوم دا د خوست لپاره او د ټول افغانستان لپاره یو افتخار دی.

خوست د مساحت له مخې لوی ولایت نه دی، څلور زره دوه سوه کیلومتره مربع شا و خوا مساحت شاید ولري او څوک چې له جغرافیه سره یې سر و کار نشته، هغوی ته وایم چې دا وړوکی مساحت دی. داسې ولایتونه هم شته چې څو پنځوس زره کیلومتر مربع مساحت لري. البته په خوست کې بیا برعکس نفوس ډېر زیات دی، شاوخوا دولس لکه (۱۲۰۰۰۰۰) او تر هغه زیات خلک په کې اوسي نو په دومره یوه تنګه ساحه کې د نفوسو دومره ډېروالی وي، بیا هم په لس ګونه زره کورنۍ راځي او ډېر آرام ژوند کوي او هېڅ مشکل نه خلق کېږي، دا په حقیقت کې د عالي کلتور نښه ده، دا د عالي اخلاقو نښه ده، اخلاق او جوهر همدا دي چې بل به منې او بل به زغمې او د بل خاطر به کوې او دا شی په خوستیانو کې شته.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پوهنتون جوړ دی. په ځینو ولایتونو کې ما د محصلانو نه دا شکایت اورېدلی دی، وایي چې د بل ځای محصل ورشي، بیا ښه رویه نه ورسره کوي خو دا خوستیانو ته وایم او خصوصاً ځوانانو ته وایم، محصلانو ته او استادانو ته وایم چې باور ولرئ ما په کابل کې د پوهنتونو له محصلانو اورېدلي دي، له کارګرو او مزدورانو مې هم اورېدلي دي چې بازار کې کار کوي، وایي خوستیان ډېر ښه خلک دي، تعصب نه راسره کوي، داسې راسره چلېږي لکه له خپل ځان سره چې چلېږي. زما په خیال دا هم د عالي کلتور نښه ده، د عالي فرهنګ نښه ده او کله چې استاد روهي لمانځو نو دا خبرې هم کولای شو او باید وکړو.

د استاد روهي د نثر په حصه کې به دوه، درې خبرې وکړم:

 زما په خیال زموږ ژبه علمي نثرونو ته او علمي سبک ته اړه ده. په دې برخه کې زموږ مشکلات ډېر دي، موږ د استاد روهي له لیکنو او د ده د نثر له طرزه، د ده له روشه، د پښتو لپاره د یوه عمومي علمي سبک په جوړولو کې ډېره استفاده کولای شو، خصوصاً ځوانان، استادان، څېړونکي دې دا نثر او د دوی لیکنې بیا- بیا ولولي، دوی ته به یوه لاره پرانیستل شي او ډېر څه به ځنې زده کړي.

۱- د ده د لیکنو یو کمال دا دی چې بې ځایه اطناب په کې نشته، خبره نه اوږدوي، هغومره خبره کوي چې لري یې.

۲- د ده د نثر یو بل کمال دا دی چې ډېر واضح دی، وضوح پکې ډېره ده. واضحه لیکنه دا ده چې یو ځل یې ولولې، ورباندې پوه شې او د دې وضوح دوې لويې وجې دي:

الف:  یوه وجه دا ده چې د لغاتونو په را اخیستلو کې د خاصو تمایلاتو ښکار کېږي نه، بلکې مالوماتو ته او علم ته وفادار وي اما هغه کلمه غور کوي چې د هماغه مطلب په رسولو کې په کارېږي. دا خصوصیت د استاد روهي په نثر کې ډېر زیات دی او په علمي لیکنو کې، په مالوماتي لیکنو کې ورته ډېره اړتیا ده.

 ب: البته د ده د لیکنو د وضوح یو بل لوی علت دا دی چې څه یې لوستي دي په هغو باندې ښه سم پوه شوی دی، بیا په خپلو لیکنو کې ورځنې استفاده کړې ده. کله- کله سړی دا د علمي نمایي تر اغېزه لاندې راشي، پردۍ خبرې ولولي، سم ورباندې پوه نه شي، بیا یې را واخلي، نه دی سم ورباندې پوهېږي او نه هم بل پرې پوهولای شي. استاد روهي د ډېرو لږو پوهانو څخه دی، البته متاسفانه کاشکي ډېر وای، څه چې یې لیکلي دي، په هغو سم پوه شوی دی نو ځکه موږ هم ورباندې سم پوهولای شي.

د استاد نثر سره له دې چې مالوماتي نثر دی، علم ته وفادار دی، واضح دی، ډېر روان لوستل کېږي، د رواني په قدر باندې زما غوندې خلک چې ټول عمر یې نطاقي کړی وي، هغوی ډېر ښه پوهېږي. روان نثر هغه دی، چې ته یې کله لولې، دا ژبه دي په کې بنده نه شي. د دوی نثر دا خصوصیت لري او دا د ښایست یوه لویه نښه ده.

 د دوی د کمالونو نه یو لوی کمال دا و چې سلف پلېجریزم (self – plagiarism) په کې نشته یعنې له ځانه غلا نه کوي، له ځانه غلا څنګه ده؟

 غلا خو بده ده، استادان هېڅکله دا کار نه کوي. له ځانه غلا دا وي، کله- کله یو لیکوال ته، یو شاعر ته، یو محقق ته، خپله یوه خبره ډېره ښه ښکاره شي، خلکو ورته چکچکي وکړي، دی یې بیا- بیا کوي، په هر مجلس کې یې کوي، په هره لیکنه کې یې کوي. دې ته له ځانه غلا وایي. د استاد روهي لیکنې دا کمال هم لري.

د استاد د اثارو په حصه کې، د شخصیت په حصه کې، د علمي کمالونو په حصه کې به ټوله ورځ خبرې وشي.

په افغانستان کې لکه چې د پوهانو، مشاهیرو او شخصیتونو په باره کې چې سیمسنارونه جوړېږي نو د دوی د ژوند په حصه کې بیا خبرې کېږي، چې په فلاني کال پیدا و، په فلاني کال یې پوهنتون ووايه، په فلاني کال یې تقاعد وکړ، په فلاني کال یې ترفیع وکړه او په فلاني کال وفات شو. دا خو ښې خبرې دي خو دا خبرې ممعولاً ما ته په داخله وزارت کې دا تذکرې چې ورکوي را په یادوي. هغه سوانح لیکي، دا محدودې خبرې وي، ډېرې ژوندۍ نه وي. کاشکي موږ، خصوصاً ځوانان، د مشاهیرو داسې بېوګرافۍ ولیکي، چې هغه ژوندۍ وي، چې موږ یوه ګرمي پکې احساس کړو او دا کار کېدونی دی. د پخوانیو په حصه کې مشکله ده، مثلاً د رحمان بابا په حصه کې به اسناد له کومه کوو؟ خو د استاد روهي په عصر کې اسناد ډېر دي، دوی دوستان لرل، اشنایان لرل، د کورنۍ غړي یې دي، مرکې په کار دي، عکسونه یې راټول په کار دي، د خاطرو لیکل یې په کار دي، د خصوصي ژوند په باره کې یې خبرې، د ذوق په برخه کې خبرې، د شخصي مجلسونو په حصه کې یې، که دا راټول کړي نو هم به د دغو شخصیتونو په باره کې ډېر څه زده کړو او هم به زموږ تاریخ غني شي او هم به داسې بېوګرافۍ را منځته شي چې هنري ارزښت به هم ولري. دا ډېر ضرور کار دی، زه  به یو مثلاً در کړم:

فدا نظري یو تکړ شاعر دی، څو شپیته کلن دی، دی د استاد روهي مرحوم دوست و نو څو  شپې مخکې یې ما ته یوه کیسه وکړه، وایي:

یو بل لیکوال و، داسې مزه یې نه وه، وایي استاد به د هغه په حصه کې وویل چې دا لیکونکي او څېړونکي دوه قسمه دي.

۱-  یو یې د شاتو د مچۍ غوندې دي، ګرځي، مواد راټولوي او هغه بیا خام نه پرېږدي، په شاتو یې بدلوي.

وایي ځینې لیکونکي او څېړونکي بیا د میږیو غوندې وي. مېږی چې دی، د غنمو داني راټولوي، هغه بیا په خپل میږتون کې په هغه خپل حال پرېږدي، هېڅ تغیر په کې نه شي راوستلای.

نو بیا به استاد ما ته ویل: چې نن هغه میږی بیا راغلی و.

دا وګورئ د دوی د ادبي نظر په حصه کې، د دوی د ذوق په حصه کې، د دوی د ادبي شخصیت په حصه کې، یو څه را زده کوي، دغه ژوندۍ خبرې دي. دا بیا د وخت په تېرېدو سره صرف کتابونه پاته کېږي او دا خبرې له ذهنه څخه وځي. هیله ده ځوانان، محققان، د بېوګرافیو لیکونکي دغو خبرو ته هم پام وکړي او زموږ د استادانو د ژوند په حصه کې ډېر څه راته ولیکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x