شعـــــرونه

شهيداختر: عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

لمانځل دې دلته ګران دي هر يو در په وينو رنګ دى
خفه نشې خوښۍ دلته اختر په وينو رنګ دى

د هغو په چم ورشه چې څوک تاته انتظار وي
دې چم کې غم ميلمه دى لر او بر په وينو رنګ دى

راتلل به چې لمانځه ته ډلې ډلې مؤمنان
هغه عيدګاه ده ړنګه او منبر په وينو رنګ دی

پيغلوټي به روانې سره لاسونه وې ګودرته
خو نن هاغه چينه او ها ګودر په وينو رنګ دى

ځوانان به ډلې ډلې تلل د غره شينکۍ غونډۍ ته
نن هلته تش جنډي دي هاغه غر په وينو رنګ دى

يوشوربه راختلو د مسجد د چنار خوا نه
خو نن چوپه چوپتيا ده ها نښتر په وينو رنګ دى

ورتلو به د يو بل کره خوښۍ به مو لمانځلې
خندا ده په کې ګونګه ها محضر په وينو رنګ دی

چې ناست به وو همزولي د شينکې چمن په لوړه
خو نن د هغې لوړې صوفې سر په وينو رنګ دی

وو ناست به ماشومان ويل به يي نن داختر شپه ده
خونن دهغى ورځي مازديګرپه وينو رنګ دى

نن ژاړي حسيني د ځوانيمرګ شهيد جسد ته
نن پروت يي راته غيږه کې ټټر په وينو رنګ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x