دا نو څرنګه اختر دی؟

عبدالمالک همت

لویه خدایه!

لویه خدایه، لویه خدایه!
نن اختر دی په هر ځایه
ټول وکړي خوشحالي کړي
هوسونه لوی کوچني کړي
خو موږ اوسو په غمو کي
په خوارۍ او په جګړو کي
بخت له موږه مرور دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟

چي نه مو واک نه مو اختیار سته
نه مو قدر نه وقار سته
په جګړو مرګ ژوبله سر یو
یو له بله مرور یو
دا ژوندون نو څه ژوندون دی
دا خو کټ مټ مېږتون دی
چي هر څوک موږ ته ګواښګر دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟
هره خوا تیت افغانان دي
ټول په فکر د خپل ځان دي
پر کږو لارو روان دي
یو پر بله بد ګومان دي
هر یو بل لره دښمن دی
خو پر نورو بیا مین دی
بل ته ښځه خپل ته نر دي
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟

په هیواد کي مو بل اور دی
د هر چا وران سوی کور دی
نن مو کور بدل په ګور دی
د دښمن راته پېغور دی
خپل زموږ پر حال ژړیږي
خو پر دې بیا هوسیږي
زموږ د ویر تماشاګر دي
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟

نه ریښتینی آشنایان سته
نه په غم شریک دوستان سته
نه بې چمه شناخته ګان سته
نه رښتوني افغانان سته
دي بې خیره مشران مو
پردي پال دي رهبران مو
هر رهبر موږ ته ببر دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟

دا مړ ژوانده ژوند نو څه دی
دا ژوندون تش په نامه دی
دا اختر څه اختر نه دی
تر دې نه اختر لا ښه دی
ژوند خو وي په نیکمرغۍ کي
نه په دغسي خوارۍ کي
که اختر دغه اختر دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د