ټولنیزه برخه

لورکۍ لاس مې ونیسه!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کوچنۍ لور او پلار یې د سیند پر سر په لړزانده پله ترېدل.

پلار یې چې د پله پر سر له تېرېدلو وېره درلوده، خپلې لور ته وویل:
(( لورکۍ لاس مې ونیسه، هسې نه خدای مه کړه له پله ونه غورځې.))

لور یې وویل:

(( نه پلاره ته زما لاس ونیسه.))

پلار یې د دې خبرې په اورېدو هک پک شو په حیرانۍ یې و پوښتل:

(( څه توپیر کوي که زه ستا لاس ونیسم او یا هم ته زما، دواړه یوه خبره ده؟!))
لور یې ځواب ورکړ:
نه،

((که زه ستا لاس ونیسم او وغورځم کېدای شي ستا لاس خوشی کړم، خو که ته زما لاس ونیسې په ډاډ سره ویلای شم، چې هېڅ کله به هم زما لاس خوشی نه کړې.))

هڅه وکړئ د هغه چا لاس ونیسئ، چې مینه ور سره لرئ، د دې پر ځای چې تمه وکړئ تر څو ستاسو لاس ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x