مدينه منوره: چاودني د نبوي جومات ۹ تنه ساتونکو ته مرګ ژوبله اړولې

نبوي مسجد ته څېرمه د چاودني انځور

نبوي مسجد ته څېرمه د چاودني انځور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۵مه ، ۱۳۹۵ل):د دوشنبې ماښام روژه ماتي مهال په مدينه منوره کې نبوي جومات ته څېرمه چاودنه وشوه.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت په ياده چاودنه کې د ۹ تنو د مرګ ژوبلي يادونه کړې.

چاودنه چې د سرتيري بريدګر له لوري ترسره شوې له امله يې د نبوي جومات څلور تنه ساتونکي شهيدان شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د بريد مسؤليت لا چا په غاړه نه دی اخيستی.

عيني شاهدان وايي چاودنه زوروره وه او هغه مهال را منځته شوه کله چې په نبوي مسجد کې د ماښام لمانځه لپاره جومات درېده.

په جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخته ننی پاکستانی بريدګر

په جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخته  پاکستانی بريدکوونکی

نبوي جومات ته څېرمه چاودنه نن په سعودي کې دريمه چاودنه ده ، له دې وړاندي دوې چاودني لومړۍ په جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخته او دوهمه په القطيف ښار کې د شعيه ګانو په يوه جومات کې شوې.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت نن د امريکا د قونسلګرۍ مخته د بريدګر د هويت په اړه ويلي : ياد بريدګر عبدالله ګلزار نومېده او پاکستانی وو ، نوموړی له تيرو دولس کلونو له خپل کورنۍ سره په جده کې اوسېده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د الله جل جلاله د حبيب ، د بشريت د رهنما ، دانبيا‌ؤ د سردار او خاتم النبين رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينه کي د انسِ شياطينو لخوا چاودني د اسلامي امت دفرد فرد په زړه باندي د دوه سره خنجر ګذار وکړ،. الحمدُ لِله ثُمَ الحمد لله چي د شياطينو او د عبدالله ابن سبا د ځوځات دا نښان د هدف په ځاي وه نه لګيدی . او هيڅکله به هم په دې و نه توانيږي ، چي خپل شومو اهدافو او مقاصدو ته ورسيږي. عقيده او باور مي دی ،… نور لوستل »