نظــر

اختره دلته نکريزې نشته !

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

اختره دلته نکريزې نشته !
له څه باندې دريو لسيزو راهيسې درته وايو اختره مه راځه، مه راځه، خو ته راځې او دا دی نن بيا راغلې، راځه راشه : چې راشې څه به وکړې، دلته خو نه خندا شته، نه خوښۍ شته، نه نوې جامې شته، نه څپلۍ او نه خولۍ شته، نه چپه اوربل شته، نه تورې سترګې شته او نه په نکريزو سره لاسونه او پښې شته.

اختره دلته نکريزې نشته !
اختره دلته خو بمونه دي، کمينونه دي، چاپې دي، جنازې دي او ويرونه دي، اوښکې دي او څيرې ګريوانونه دي، کونډې دي، بورې دي او يتيمان دي.

اختره دلته نکريزې نشته !
اختره دلته خو مور بوره شوې، ناوکۍ کونډه شوې، خور بې وروره شوې، پلار بې زويه شوی، زوی او لور بې پلاره شوي، چاته راځې او چې راشې څه به وکړې :
آيا دومره وس دې شته چې ناوکۍ په خندا کړې؟
آيا دومره له خوشحاليو ډک اختر يې چې له بورې ورارې مور د زوی غم هير کړې؟
آيا دومره ښيګڼه به وکړې چې په بې وروره خور سترګې تورې او اوربل پرې چپه کړې؟
آيا دومره له ښيرازيو ډک اختر يې چې د يتيمانو اوښکې پاکې او سپيره مخونه يې وځلوې؟

اختره دلته نکريزې نشته !
دلته مو زلميان په زولنو تړل شوي، په قفسونو کې اچول شوي، لاسونه او پښې يې تړل شوي، هغوی تا نه بلکې د مور پلار، خور او ورور، ماشومانو، دوستانو او خپلوانو مينه او اداء غواړي، د ظالم له زولنو څخه خلاصون غواړي، په تا څه کوي، تا نه پيژني، او څوک چې تا نه پيژني د هغو خوا ته مه راځه.

اختره دلته نکريزې نشته !
نن او پرون هم څو زلميانو کډه بار کړه، ناوکۍ او مورکۍ يې لا خبر هم نه دي، صبا چې ته راځې نورو زلميانو به هم کډې بار کړې وي، د څه لپاره راځې او چاته راځې، مونږ په چيغو چيغو درته وايو چې اختره مه راځه : مه راځه : مه راځه.

اختره دلته نکريزې نشته !
دلته د کور او کلي، د ولسونو او قومونو د اميدونو مينار نړيدلی، هغه د پرون ورځې اختر محمد منصور مو کله هير شوی، د هغه وينې خو لا وچې شوې نه دي، په قبر يې خاورې لا لمدې پرتې دي، هغه خو د قندهار بيا په قندهار کې د يوې کورنۍ نه وو، هغه خو د ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د درست افغان ملت د سر سيوری وو، پلار يې وو، ورور يې وو، زوی يې وو، امير يې وو، رهبر يې وو، د اميدونو دنګ مينار يې وو.

اختره دلته نکريزې نشته !
دلته له دريو لسيزو راهيسې وينې دي، شهادتونه دي، زخمونه دي، زولنې دي، هجرتونه دي، کونډې دي او يتيمان دي، بورې دي او ورارې دي :
کورونه مو نشته، نوې جامې مو نشته، د سر خولۍ او د پښو څپلۍ مو نشته، د سترګو لجرومه مو نشته، د عطرو خوشبويي مو نشته، څنګه دې ونمانځو او په څه دې ونمانځو؟

اختره دلته نکريزې نشته !
اختره دا ځل که راځي خير ده د پخوا په څير بيا هم راشه، خو ګوره اينده له خوښيو سره راشه، له ازادي، خپلواکي او سوکالي سره راشه، له ورورګلوي، مينې او محبت سره راشه.
په همدې هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x