fbpx

کندهار: امريکايي چورلکه د ښخ شوي ماين ښکار شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۵مه ، ۱۳۹۵ل):د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو چورلکه په يو ښخ شوي ماين برابره شوي.

ياده پېښه دوشنبه غرمه مهال د ژړۍ ولسوالۍ د تانګړي دښت په سيمه کې رامنځته شوې.

د چورلکي له ناستي وړاندي سهار مهال د امريکايانو پر زغروال ټانګ چاودنه شوې وه

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: دوه څرخ لرونکې باري چورلکه هغه وخت پر ماين کېناسته کله چې داخلي او بهرني ځواکونو د چاودني له ځايه خپل پاته شوني انتقالول.

ويل کيږي د دواړو چاودنو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې خو کره شمېره يې لا نده په ډاګه شوې.

حکومتي چارواکو لا تر اوسه د يادي پيښي اړوند څه نه دي خپاره کړي خو په دې وروستيو کې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق په کندهار کې د هغه ولسواليو د امنيت د خرابتيا اړوند اندېښنه څرګنده کړې چې له شاوخوا ولايتونو سره سرحدونه لري.

نوموړي په يوه ويډيويې مرکه کې ويلي چې طالبان اوس په مجهزو وسلو سمبال دي او کوښښ کوي تر څو زياتي سيمي له سقوط سره مخ کړي خو زموږ امنيتي ځواکونه تل هغوی ته ځواب وايي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د