شعـــــرونه

غمونه رانه يوسه ! سيد الهام

اختره محبته سه نفرتونه رانه يوسه
د کين او بغض نه ډک دغه تور زړونه رانه يوسه

ته راوړه ووړه اختره ستر خپلواک بهار وطن ته
غربي طوفان راوستي خزانونه رانه يوسه

اختر! خوږ ملهم سه په مظلومو پرهرونو
د وخت د ناکردو سوي آهونه رانه يوسه

ته ورځ يې د خوښيو تل په درست کال کي اختره
اې ګوره! تش لاړ نه شې ټول غمونه رانه يوسه

ته هم دين ته خادم سه د غازي په څېر اختره
بې دينه يرغلګر غاصب فوځونه رانه يوسه

همدرد سه د مردانو پاک الله ته داسي سوال کړه
مرګي ته د نامردو قطارونه رانه يوسه

اختره ژوند مو خوښ دي د الله تر حکم لاندي
سپېڅلي انقلاب سه زور واکونه رانه يوسه

اختره ستا راتګ يو خوږ «الهام!» دى د مسکا وو
په تګ دي هم سلګۍ او هم ويرونه رانه يوسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x