ټولنیزه برخه

اختر د څه لپاره؟

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن

د يوي مياشتي پرهيزګارى، عبادت او اطاعت، خيراتونو او زکاتونو، روزمره تندي او لوږي وروسته د مياشتي د ختميدو سره سم د بلي مياشتي اول سهار ته د کوچني اختر ورځ وايي.

هغه اختر چي د تر ټولو مياشتو څخه د بهتريني مياشتي (روژي) خاتمه بلل کيږي.

الترغيب او الترهيب د حضرت معاذ (رض) په روايت يو حديث را نقلوي: و روی عن معاذ بن جبل رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من احيا الليالي الخمس وجبت له الجنة ليلة التروية و ليلة عرفة و ليلة النحر و ليلة الفطر و ليلة النصف من شعبان. (الترغيب والترهيب)
ترجمه : د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي كريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: كوم سړى چي (د ذكر او عبادت په ذريعه) پنځه شپې ژوندۍ كړي (ويښ پاته سي) د هغه له پاره جنت واجب سو هغه پنځه شپې دغه دي، د ذو الحجې د اتمي ورځي شپه، د عرفات شپه، د لوى اختر شپه، د كوچنى اختر شپه او د شعبان د پنځلسمي ورځي شپه (د پنځلسى شپه).

الله (ج) دي راته ددغه شپو د عبادت حاصلولو توان او طاقت راکړي. امين

د اختر موخي او مقاصد

١- اختر د ورورګلوى نښه ده: د همدي ورځي په برکت سره مسلمانان يو له بله د کيني او بغض اور وژني او د يو اسلامي ورورګلوى لاسونه او مبارکى يو بل ته ورکوي.

٢- اختر د انسانانو د جسمي او روحي غوښتنو پوره کونکى دى: تحريف سوي اديان (يهوديت او عيسويت) يوازي و روحي اړخ ته خاصه پاملرنه لري او مادي اړخ يي تر شا غورځولى. خو اسلام د يو مکمل نظام په توګه هر څه په نظر ګښي نيولي او تر يوي مياشتي روژي وروسته يي ورته د خوښى ورځ (اختر) ورکړى تر څو په کښي جسمي او روحي خوشحالي او روان تر لاسه کړي.

٣- اختر د مرستي، کومک او همدردى روحيه ورکونکى دى: په روژه کښي مسلمانان پر غريبو او مسکينو وروڼو باندي زکاتونه ويشي او د کوچني اختر په نيکمرغه ورځ د فطر صدقات.

٤- اختر د يووالي پيغام راوړونکى دى: په يو هيواد کي مختليف اقوام، نژادونه او بيلي بيلي ژبي ويونکي اوسيږي د اختر په را رسيدو سره ټول خپل رنګ، قوم او ژبه له نظره ليري کوي او يو متحده اسلمي ورورولي په نظر کي نيسي.

٥- اختر د ټوليدا او ګډ اوسيدو فرصت دى: د کال په اوږدو کښي د کورنى غړي د تعليم حاصلوني، کار او روزي په لټه له کوره بهر چيرته د مسافرى شپي او ورځي سبا کوي خو د اختر په را رسيدو د خوښيو، خوشحاليو او رخصتيو په ګټه اخيستني سره تر خپل کور او کهوله ځان را رسوي او د څه مودي لپاره په ګډ اوسيدلو سره خپله مينه او محبت يو بل ته ورکوي.

الله (ج) دي راته د ددي شپي د عبادت کولو توفيق راکړي او الله (ج) دي له دي اختر سره زموږ هيواد ته ټينګه او تل پاتي سوله او ارامي راولي. امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x