شعـــــرونه

غزل / ابراهيم صياد

اختر به راشي سره ګلان به نه وي
ښکلي به ډیر وي ښو جانان به نه وي

له یوه بل سره به غاړي کوو
په مات زړګي کې هغه توان به نه وي

منم د د پیغلو به لاسونه سره وي
ښو د خوښیوو تیر دوران به نه وي

مینه به بیا په مینه مینه راشي
پرې قربان شوي عاشقان به نه وي

منبر به بیا په اذانو ښوروي
د حبشي په شان اذان به نه وي

صیاد به بیا د ښکلو لاره نیسي
ددې بدرنګو پیروان به نه وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x