شعـــــرونه

مدینې منورې ته! مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

چې خړ شو په ګردونو روڼ تصویر د مدینې
نو هر عاشق په زړه کې شو په ویر د مدینې

بیګا مې څه عجیبې ګونګوسې شوې تر غوږونو
الهي ته خو مه کړې حال تغیر د مدینې

دې غم رانه د ټول افغانستان غمونه هیر کړل
فکرونه مې همه واړه شول ګیر د مدینې

که اور و که چاودنه که نقصان و د بریښنا
خو ربه ته محفوظ کاندې تقدیر د مدینې

خاونده ته یې ړوند ته یې ګونګی او ته یې کوڼ کړې
چې څوک کاندي بد فکر او تعبیر د مدینې

حضرتِ محمد چې په کې میشت شو قیمتي شو
یثرب ته ورپه برخه شو توپیر د مدینې

زما یې د عجم له شاهۍ سل ځلې توبه ده
په غاړه کې مې پروت وای بس زنځیر د مدینې

مشفقه ټول ژوندون مې د غفلت په خوبو تیر شو
الله مې دې بې خوب کړې په شبګیر د مدینې

د مدينې منورې د تيرې ورځې بريد چې ټول مسلمانان يې ودردول، الله «ج» ددې پېښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي او الله دې د حرمينو حفاظت وکړي. امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x