نړۍ

سعودي عربستان: د جدې بريدګر پاکستانی و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان کورنيو چارو وزارت ويلي، چې جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخته بريد کوونکی عبدالله د ګلزار خان زوی پاکستان و.

وړمه شپه د پېشلمي پر مهال جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخته د موټرو په تم ځای کې يو شکمن تن ولاړ و، چې پوليسو يې د پلټنې هڅه وکړه، دغه مهال نوموړي ځانته چاودنه ورکړه بريدګر ووژل شو او دوه پوليس يې ټپيان کړل.

د سعودي کورنيو چارو وزارت وايي، چې عبدالله ګلزار خان له تېرو دوولسو کالو راهيسې په سعودي عربستان کې اوسېده.

د سعودي چارواکو په وينا دغه ځانمګری په ۱۹۸۱م کې زېږېدلی و، په سعودي کې له خپل مور، پلار او ښځې سره اوسېده او موټر يې چلاو.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، مګر سعودي عربستان کې د پاکستان سفير په خپلو لومړيو څرګندونو کې ويلي، چې پاکستان له هغو خلکو بې زاره دی، چې په سعودي عربستان کې په هر ډول ورانکارۍ او تاوتريخوالي کې لاس لري.

د يو بل خبر له مخې تېر ماښام په مدينه منوره کې هم د يوې چاودنې له امله څلور تنه شهيدان شوي وو او پنځه نور ټپيان وو.

د سعودي کورنيو چارو وزارت ويلي، چې چاودنه تېر ماښام نبوي مسجد ته څېرمه وشوه.

نبوي مسجد ته څېرمه د چاودني انځور
نبوي مسجد ته څېرمه د چاودني انځور

د چارواکو په وينا ځانمرګي بريدګر هغه مهال ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې امنيتي ځواکونو نوموړی د موټرو په تم ځای کې ودراو.

سعودي چارواکو تر اوسه د بريدګر هويت نه دی په ډاګه کړی.

د مدينې منورې له چاودنې وړاندې د سعودي ختيځ قطيف ښار کې هم چاودنه وشوه، مګر کومه مرګ ژوبله يې نه درلوده.

د مدينې منورې د چاودنې په اړه د ټولې اسلامي نړۍ چارواکو او ولسونو خپلې اندېښنې ښودلي او دا کار يې د بشريت د دښمنانو کړنې بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x