افغانستان

طالبانو په نبوي حرم کې پر شوي بريد خواشيني وښوده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو په نبوي حرم کې د تېرې ورځې شوی بريد غندلی او زياته کړې يې ده، چې دا کار هېڅ مسلمان لپاره د زغملو وړ نه دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې «اسلامي امارت» د دې خبر په اورېدو سخت ټکان خوړلی، چې نبوي حرم ته څېرمه بريد کې د نبوي حرم ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اعلاميه کې راغلي، چې حرمين شريفين د ټولو مسلمانانو ګډ ارزښت دی، په دې اړه هېڅ ډول جنايت نه شي توجيه کېدای.

طالبان وايي، چې دغې چاودنې وښوده، چې د مسلمانانو د دښمنانو زړونه څومره له کرکې ډک دي او پر ټولو مسلمانانو يې غږ کړی، چې بايد د دښمن پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او ټول يو موټی شي.

اعلاميه زياتوي، چې د دې ډول پېښو تر شا د دښمنانو پټې دسيسې ښکاري او مسلمانان بايد په ګډه دې شومو پلانونو ته متوجه شي او د خپلمنځي اتحاد او يووالي له مخې د دښمنانو د ناوړه پلانونو مخنيوی وکړي.

تېر ماښام مدينه منوره کې حرم شريف ته څېرمه د موټرو په تم ځای کې چاودنې لږ تر لږه څلور امنيتي ساتونکي شهيدان او پنځه نور يې ټپيان کړل.

له دې چاودنې څو دقيقې وړاندې د سعودي ختېځ کې شيعه مېشتې سيمې قطيف هم چاودنه وشوه او تر هغه وړاندې وړمه شپه جده کې د امريکا سفارت مخته هم چاودنې دوه پوليس ټپيان کړل.

د طالبانو په ګډون ټول افغان ولس، خيريه ټولنو او ټولو اسلامي هېوادونو دغه چاودنې غندلي او دا کار يې د اسلام او بشريت د دښمنانو کار بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

زنده باد امارت اسلامی افغانستان

محمدربی آماج

دلته هغه پښتو متل رښتیا کیږی کوم چی وایی: په تا پوری«« ماته ګوری. یا داسی : تف په تا کښي تف له تا. مانا دا چی دغه کړنی چی طالبانو عندلی دی ښه خبره ده ،جوماتونو ته زموږ په کلیوالی اومذهبی اصطلاح کښي دخدای (ج) کور وایی. اوحرمت یی په هر مسلمان فرض او واجب دۍ. مګر د افغانستان طالبانو دی ته هم کوم وخت فکر کړیدۍ چی هغه څه چی دوی دخدای(ج) دکورونو سره دلته په کور د ننه په افغانستان کی کوی یا یی تر اوسه کړیدی د هغه په وړاندی دوی څه ځواب ویونکی دی؟! آیا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x