ملنګ او ساده سړی« له پنده ډکه کيسه»

 
ژباړن : عطا محمد میاخېل   

یوه ساده سړي څو څو ځله اورېدلي و، چې الله (ج) د خپلو بنده ګانو د روزي ضامن دی او هر ژوندي موجود ته خپله روزي ور رسوي . د همدې له پاره، په دې فکر کې شو، چې جومات ته لاړ شي او په یوه ګوښه کې یې په عبادت بوخت شي او له الله (ج) څخه خپله روزي تر لاسه کړي .

په دې قصد یوه ورځ سهار جومات ته لاړه او په عبادت بوخت شو، دا چې غرمه شوه، نو له خدای (ج) څخه یې د خوړو غوښتنه وکړه؛ هرڅومره چې په تمه کېناسته، خواړه ورته را ونه رسېدل، تر دې چې شپه شوه او هغه بیا د شپې له پاره، له الله (ج) څخه خواړه وغوښتل او سترګې په لار پاتې شو .

د شپې له څو ساعتونو تېرېدو وروسته، یو ملنګ جومات ته را ننوت، د ستنې ترڅنګ کېناست، شمعه یې روښانه کړه او له خپل خورجین څخه یې قورمه، پلو او ډوډۍ را بهر کړل او په خوړلو یې پیل وکړ .

ساده سړي چې له سهار را هیسې په وږې خېټه له خدای (ج) څخه د روزي غوښتنه کوله او په تیاره کې یې په ډېر افسوس د ملنګ خوړو ته سترګې نیولې وې، وې کتل چې ملنګ نیم خواړه وخوړل او ډېر ژر به پاتې نور یې هم وخوري، بې اختیاره یې وټوخل، ملنګ چې د ټوخي غږ واورېده، نو وې ویل : هر څوک چې یې مهرباني وکړه وړاندې راشه، اړمن سړی، چې له ډېرې لوږې یې ټول بدن د پاڼې په څېر رپېده د ملنګ په دسترخوان کېناست او د خوړو په خوړلو بوخت شو، کله چې موړ شو، نو ملنګ یې د حال پوښتنه وکړه، هغه هم په خپله ټوله کیسه ورته وکړه .

ملنګ ورته وویل : فکر وکړه، که چېرې تا نه وای ټوخلي، زه نو څه پوهېدم، چې ته دلته یې، ترڅو تا را وغواړم او ته هم خپلې روزي ته ورسېږې ؟

په دې کې شک نه شته، چې خدای (ج) روزي رسونکی دی، مګر موږ هم باید یو ټوخی وکړو ! .
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د