fbpx

جنرال دوستم ولي په شمال کې پښتانه ځوروي؟!

په ملي یووالي حکومت کې د لومړي مرستیال په صفت د ښاغلي جنرال دوستم له ټاکل کیدو سره سم نوموړی په یاد پوست کې د اداري کارونو پر ځای په شمالي ولایتونو کې پوځي فعالیتونو ته مخه کړه.

نوموړي تیرکال د خپلو ملیشو په بدرګه د فاریاب په ولایت کې د ولسي خلګو پر خلاف پراخ عملیات تر سره کړل چې له امله یې د یاد ولایت له پښتون میشتو سیمو پښتون کوټ ، المار او قیصار ولسوالیو څخه په زرګونو کورنۍ په درنې مرګ ژوبلې سربیره د سیمې پریښودوته اړیستل شولې.

د هغه په تعقیب يي د جوزجان او سرپل په ولایتونو کې په مکرر ډول د ځاي پښتنو په خلاف پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې د یادو سیمو قومي مشرانو یوځل په مزار شریف کې په دسته جمعي توګه د شمال زون تنظمیمه رئیس او د بلخ ولایت سر پرست ته د رسنیو په مخکې د ښاغلي دوستم د قومي تصفيي عملیاتو له تر سره کولو څخه شکایت وکړ او اوس بیا د یادو سیمو ولسي او قومي مشرانو د ملي حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ته شکایت کړی چې د حکومت لومړی مرستیال او د هغه ملیشي په جوزجان او سرپل کې ولسي وګړي ځوروي ، بندیانوي او په ځینو مواردو کې یې اختطافوي او د وسلې په زور یې د خپلو کورونو پریښودوته مجبور وي.

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت د وسله والوطالبانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دفاع او داخله چارو وزارت په تشکیل کې د ملي اردو او پولیسو په نوم ځانګړي تشکیلات لري چې د اړتیا په وخت کې د هیواد په بیلابیلو سیموکې پوځي عملیات کوي، خو په شمالي ولایتونو په تیره فاریاب، سرپل او جوزجان کې د رسمي دفاعي او پوځي ځواکونو په ځای د ښاغلي دوستم قومي ملیشي د سیمې د خلګو په خلاف خپل سري عملیات ترسره کوي چې د سیمې د خلګو لپاره د سختو ستونزو لامل ګرځیدلي.

دا خبره د اجرائیه ریاست مرستیال ښاغلي انجنیر محمد خان د سرپل له قومي مشرانو سره په خپلې وروستي لیدنې کې هم منلې چې په شمال کې د پښتنو پرخلاف تر سره کیدونکي پوځي عملیات خپله د ښاغلي دوستم له لوري نه ؛ بلکې د هغه د اړونده ملیشو له لوري تر سره کیږي.

اوس پوښتنه داده چې د حکومت د شته رسمي پوځي او دفاعي تشکیلاتو د موجودیت ترڅنګ ښاغلی دوستم او دهغه ملیشې د کوم تشکیل مربوط په فاریاب، سرپل او جوزجان کې پوځي عملیات تر سره کوي؟

او دا چې د دولت په تشکیلاتو کې د هرچا خپل مسؤلیت معلوم دی ښاغلی دوستم په کوم صفت د ولسمشریزې پاڼې په ځای د فاریاب او سرپل په کلیوکې په پوځي فعالیتونو لګیا دی؟

که ښاغلی دوستم په حکومت کې له خپلې دندې او ونډې څخه ناراضي وي نو لطفا دې داستونزه د حکومت له مشرانو او یاهم د هغه له مؤسس ښاغلی جان کیري سره مطرح کړي ، نه دا چې د خپل نارضایت په ټس کې د فاریاب ، جوزجان او سرپل مظلوم کلیوال وځوروي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د