شعـــــرونه

غزل: نقيب الله احمدي  

نقيب الله احمدي

په دنیا کې لوی جنت دې را نه واخيست
دنګ منار د شرافت دې را نه واخيست

اندلس-اندلس کله هېروی شم
قرطبه غوندې نعمت دې را نه واخيست

غرناطه کې د صليب بنده ګان ګرځي
الزهرا وايي زينت دې را نه واخيست

سرحدي شاهين الوتی دی عقبی ته
ستر انسان د شهامت دې را نه واخيست

الحمرا کې د موسی چيغې ګونګۍ شوې
چې مشهور و په غیرت دې رانه واخيست

طليطله کې اوس د پاپ کليسا جوړې
ها ممبر او امامت دې رانه واخيست

قرطبي د قرطبې په غېږ کې نشته
هم د علم حقيقت دې رانه واخيست

احمدي بيا د بدلون په انتظار دی
هاغه شان هغه شوکت دې را نه واخيست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x